دافغانستان کابل بیا چاودنې ولړزاوۀ او وینه ئې وبهوله
دا په کابل ښار کې په تیرو څلورویشتو ساعتونو کې پنځمه چاودنه ده ، پرون تر ماښام پورې څلور چاودنو دغه ښار لړزولی او د یوشمیرکسانو وینه ئې بهولې وه او دپرونیو ځینو چاودنو پړه داعشی تکفیریانو په غاړه اخستې وه .
زمونږخبریال له کابله راپورراکړ دافغانستان دکابل په دارالامان سړک باندې نن ماسپښین زوروره چاودنه شوې او غږ ئې تر ډيرلیرې پورې آوریدول شوی دی .
دافغانستان د اصلاحاتو او ولسی خدماتو د ادارې خپلواکه کمیشن ویندوي عبدالفرید احمد په همداوروستیو کې وئيلي دي ، په دغې چاودنې کې چې په دارالامان سړک کې شوې ددغه حکومتي اورګان پر ګاډي شوي او دیارلس کارکونکو ته مرګ ژوبله ا وښتې په هغو کې پنځه کسان شهیدان او اته ټپیان شوي دي . هغه وئيلي دغه چاودیدونکي توکي په یوه سائيکل کې کیښودل شوي وو.
داپه کابل ښار کې په تیرو څلورویشتو ساعتونو کې پنځمه چاودنه ده ، پرون تر ماښام پورې څلور چاودنو دغه ښار لړزولی او د یوشمیرکسانو وینه ئې بهولې وه او دپرونیو ځينو چاودنو پړه داعشی تکفیریانو په غاړه اخستې وه .