دافغانستان کابل بیا چاودنې ولړزاوۀ او وینه ئې وبهوله
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i82596-دافغانستان_کابل_بیا_چاودنې_ولړزاوۀ_او_وینه_ئې_وبهوله
دا په کابل ښار کې په تیرو څلورویشتو ساعتونو کې پنځمه چاودنه ده ، پرون تر ماښام پورې څلور چاودنو دغه ښار لړزولی او د یوشمیرکسانو وینه ئې بهولې وه او دپرونیو ځینو چاودنو پړه داعشی تکفیریانو په غاړه اخستې وه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 03, 2019 10:14 Asia/Kabul
  • دافغانستان کابل بیا چاودنې ولړزاوۀ  او وینه ئې وبهوله

دا په کابل ښار کې په تیرو څلورویشتو ساعتونو کې پنځمه چاودنه ده ، پرون تر ماښام پورې څلور چاودنو دغه ښار لړزولی او د یوشمیرکسانو وینه ئې بهولې وه او دپرونیو ځینو چاودنو پړه داعشی تکفیریانو په غاړه اخستې وه .

زمونږخبریال له کابله راپورراکړ  دافغانستان  دکابل په دارالامان سړک باندې نن ماسپښین  زوروره چاودنه شوې  او غږ ئې تر ډيرلیرې پورې آوریدول شوی دی .

دافغانستان د اصلاحاتو  او ولسی خدماتو د ادارې خپلواکه کمیشن ویندوي  عبدالفرید احمد  په همداوروستیو کې وئيلي دي ، په دغې چاودنې کې  چې  په  دارالامان سړک کې شوې ددغه  حکومتي اورګان پر ګاډي شوي او دیارلس کارکونکو ته مرګ ژوبله ا وښتې  په هغو کې پنځه کسان شهیدان او اته ټپیان شوي دي . هغه وئيلي دغه چاودیدونکي توکي په یوه سائيکل کې کیښودل شوي وو.

 داپه کابل ښار کې په تیرو څلورویشتو ساعتونو کې پنځمه چاودنه ده ، پرون تر ماښام پورې څلور چاودنو دغه ښار لړزولی او د یوشمیرکسانو وینه ئې بهولې وه  او  دپرونیو ځينو چاودنو پړه داعشی تکفیریانو په غاړه اخستې وه .