له افغانستانه د نيواکګرو په وتلو تاکيد
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i82641-له_افغانستانه_د_نيواکګرو_په_وتلو_تاکيد
د کابل د ختيځ د جُمعې امام په افغانستان کښې د امريکې په مشرۍ د بهرنيو فوځيانو شتون د ناامنيو اصلي عامل وبلۀ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 05, 2019 10:14 Asia/Kabul
  • له افغانستانه د نيواکګرو په وتلو تاکيد

د کابل د ختيځ د جُمعې امام په افغانستان کښې د امريکې په مشرۍ د بهرنيو فوځيانو شتون د ناامنيو اصلي عامل وبلۀ.

د آوا خبري آژانس د رپوټ له مخې اياز نيازي د وړوکی نېکمرغه اختر د نمانځه په خطبوکښې تاکيد وکړ، له افغانستان د بهرنيو فوځيانو په وتلو سره به دغه هېواد ته امنيت او ثبات راوګرځي او خلق به په پوره آرامښت سره ژوبل ته دوام ورکړې شي.

هغه د اسلامي هېوادونو ترمېنځ د افغانستان حالات سخت وبلل او وې ويل، هغه خلق چې د د تاريخ په دوران کښې يې د خپلو ديني ارزښتونو د ژوندي ساتلولباره په ميلينونوقربانۍ ورکړي دي نن له بده مرغه د دښمن له دسيسو سره ښکېل شوےدے.

د کابل د ختيځ د جُمعې د امام د وېنا له مخې د اختر ترټولو لوے پېغام صلح او پخوله ينه ده او پکار دي په افغانستان کښې د جنګ ښکېل لوري پوه شي چې د دغه هېواد بحران د جنګ او وژلې له لارېنه شي هوارېدې.