په کابل کښې د داعش شپږ کسیزه ډله ونيول شوه
Jun 10, 2019 06:14 Asia/Kabul
د افغانستان ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو د یو لړ بریالي عملیاتو په نتيجه کښې په کابل کښې د داعش شپږ کسیزه ترهه ګره ډله چې په ورانکارو او ترهه ګريزو عملیاتو کښې بوخته وه نیولې ده.
د ملي امنیت له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کښې ویل شوي چې،دغه نیول شوې ډله د خلقو په وژلې، اختطاف، د وسلو او منفجره موادو په لیږد او ننګرهار ته د داعش ډلې د غړو او کورنيو په انتقالولوکښې لاس درلود.
د خبر پاڼې په حواله ملي امنیت د خلقو د خوندیتوب لپاره د داعش تکفيري ډلې په وړاندې خپل عملیات پراخوي.
ټیګونه