په کابل کښې د سُوک وهنې (باکسنګ) ملي فيډريشن مشر ووژل شو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i82956-په_کابل_کښې_د_سُوک_وهنې_(باکسنګ)_ملي_فيډريشن_مشر_ووژل_شو
ناپېژندل شويو وسله والو په کابل کښې د افغانستان د سُوک وهنې يا باکسنګ د ملي فيډريشن مشر ووژل شو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 23, 2019 08:56 Asia/Kabul
  • په کابل کښې د سُوک وهنې (باکسنګ) ملي فيډريشن مشر ووژل شو

ناپېژندل شويو وسله والو په کابل کښې د افغانستان د سُوک وهنې يا باکسنګ د ملي فيډريشن مشر ووژل شو.

له کابله زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې حميد ا... حميدي د کابل په دريمه امنيتي حوزه کښې هغه وخت د ناپېژندل شويو وسله والو په ډزو ولګېد چې له خپل کوره د کار دفتر ته روان ؤ.

د افغانستان د سوک وهنې يا باکسنګ فيډريش د مشر وژله په داسې حال کښې رامنځته شوه چې تېره ورځ د کابل د پوليسو قوماندان د دغه ښار د خلقو په لاسو کښې د اتيا زره وسلو د شتون خبر ورکړ، د خلقو په لاسو کښې د دومره شمېر وسلو شتون د کابل په امنيتي حالت منفي اثر لرلے دے.

تقريباً درې مياشتې مخکښې هم د افغانستان د قندوز ولايت د تېکوانډو فيډريش مشر کامل کريمي هم د ناپېژندل شويو وسله والو په ډزو سره وژل شوے ؤ.