په غزنی ولایت کې کابو ۵۹وسلوال طالبان وژل شوی دی
د افغانستان په غزنی ولایت کې د ناټو ځواک په هوائی حملو کې کابو نهه پنځوس وسلوال طالبان وژل شوی او یو شمیر نور هم ټپیان شوی دی .
ایرنا خبری آژانس راپورورکړی دافغانستان د غزنی ولایت مطبوعاتی دفتر پرون ناوخته دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلی دی ، د په غزنی ولایت کې د ناټو ځواک په هوائی حملو کې کابو نهه پنځوس وسلوال طالبان وژل شوی او یو شمیر نور هم ټپیان شوی دی .
په دغې اعلامیې کې د حکومتی ځواک مرګ ژوبلو ته کومه ا شاره نه ده شوې البته وئیل شوی دی ، چې په وژل شوو طالبانو کې د زاهد، حماس او خنجری په نامو سره ددغې ډلې درې پاکستانی قوماندانان چې سوات اووزیرستان سیمو بلل شوی ، هم ترسترګو کیږی
دغه حملې دغزنی ولایت په تاسنګ رامک ده یک ، اندړو واغظ او خوګیاڼیو ولسوالیو کې شوی دی ،البته ځینی شاهدان وائی چې په دغو حملو کې زیاتره عام خلک په نښه شوی دی .
طالبانو ډلې هم د خبر تر مخابیره کیدا پورې په دې اړه څه نه دی وئیلی .