كابل كښې چاودنې څلورافغان عسکر ژوبل كړل
Jun 29, 2019 12:04 Asia/Kabul
د كابل ښار د اتمې امنيتي حوزې په مربوطاتو كښې چاودنې څلور امنيتي سرتېري ژوبل كړل.
د كابل امنيه قوماندانۍ وياند فردوس فرامرز وويل، دا چاودنه بېګا د سړك غاړې د ځاے پر ځاے شوي ماين له كبله شوې ده.
د نوموړي په خبره، په پېښه كښې څلور افغان امنيتي ځواکونه ژوبل شوي، چې روغتيايي حالت يې له خطر نه بهر اعلان شوےدے.
د پېښې ذمه واري تر دې دمه چا په غاړه نه ده اخيستې.
ټیګونه