د افغانستان د ولسي جرګې نوے مشر وټاکل شو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i83088-د_افغانستان_د_ولسي_جرګې_نوے_مشر_وټاکل_شو
د افغانستان د ولسي جرګې د مشرتابۀ د انتخاباتو په څلورمه مرحله کښې چې نن په کابل کښې ترسره شوه، مير رحمان رحماني له ټولو ۲۴۵ رايو څخه د ۱۳۶ رايو په ګټلو سره د دغه دغه هېواد د ولسي جرګې نوے مشر وټاکل شو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 29, 2019 13:15 Asia/Kabul
  • د افغانستان د ولسي جرګې نوے مشر وټاکل شو

د افغانستان د ولسي جرګې د مشرتابۀ د انتخاباتو په څلورمه مرحله کښې چې نن په کابل کښې ترسره شوه، مير رحمان رحماني له ټولو ۲۴۵ رايو څخه د ۱۳۶ رايو په ګټلو سره د دغه دغه هېواد د ولسي جرګې نوے مشر وټاکل شو.

د هغه سيال خان محمد وردک ۹۵ راې ترلاسه کړې

د ولسي جرګې د مشر د انتخاب لپاره دغه جرګه په وروستو څلوېښتو ورځو کښې د سخت تاوتريخوالي او حتی د استازيو ترمېنځ د فيزيکي جګړو ډکر جوړ ؤ.

په دغه موده کښې د ولسي جرګې د مشرۍ انتخابات په څلورو پړاونو کښې وشول خو په تېرو دريو مرحلو کښې هيڅ يو استازي ونه کړې شول مقرره اندازه رائې ترلاسه کړي.

د افغانستان د ولسي جرګې له جوړېدو څخه تقريباً دوه مياشتې تېريږي خو تر اوسه جرګه د قانون جوړونې او د دغه هېواد د حکومت په کارکردګۍ د څارنې بهير ته نه ده داخله شوې.