په افغانستان کښې د عزل و نصب لړۍ روانه ده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i83113-په_افغانستان_کښې_د_عزل_و_نصب_لړۍ_روانه_ده
د افغانستان ولسمشر د راتلونکو ولسمشریزو انتخاباتو په رانزدې کیدو سره په حکومتي چارواکو کښې یو لړ نوي بدلونونه وکړل.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 01, 2019 03:04 Asia/Kabul
  • په افغانستان کښې د عزل و نصب لړۍ روانه ده

د افغانستان ولسمشر د راتلونکو ولسمشریزو انتخاباتو په رانزدې کیدو سره په حکومتي چارواکو کښې یو لړ نوي بدلونونه وکړل.

تسنیم خبري آژانس لیکلي چې محمد اشرف غني په خپلو نویو عزل و نصبونو کښې فیض ا... کاکړ د خپل دفتر د مشر او هارون چخانسوري یې د ولسمشرۍ د دفتر د حکومتوالۍ د مرستیال په توګه وټاکه.

چخانسوري له دې مخکښې د افغانستان د ولسمشرۍ دفتر ویاند او د رسندوي چارو مرستیال و.

هم داشان د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت پخوانی ویاند صدیق صدیقي هم د دغه هیواد د ولسمشر د ویاند په توګه ګمارل شوی دی.

د افغانستان د ولسمشریزو انتخاباتو د کاندیدانو شورا داسې مهال د اشرف غني له خوا د چارواکو عزل و نصب چې د ولسمشرۍ کاري پړاؤ یې پاې ته رسیدلی دی، غیرقانوني ګڼي.