په کندهارکې په هوائی برید کې دطالبانو ۲۵وسلوال وژل شوی دی
Jul 07, 2019 06:48 Asia/Kabul
ځینی عینی شاهدان وائی په کندهار کې په دغو بمباریو کې زیاتره عام خلک په نښه شوی دی چې ځینی ماشومان هم پکې ترسترګو کیږی .
زمونږ خبریال راپور راکړ دافغانستان پولیسو وئیلی دی ، د افغانستان په کندهار کې دطالبانو په پټنځایونو دناټو ځواک په هوائی حملې کې ۲۵وسلوال طالبان وژل شوی او یوشمیر نور هم ټپیان شوی دی .
البته ځینی عینی شاهدان وائی په دغو بمباریو کې زیاتره عام خلک په نښه شوی دی چې ځینی ماشومان هم پکې ترسترګو کیږی .
د طالبانو ډلې مسئولانو د خبر تر مخابیره کیدا پورې په دې اړه څه نه دی وئیلی .
ټیګونه