د افغانستان په لشکرګاه ښار کښې چاودنه
Jul 10, 2019 01:51 Asia/Kabul
د افغانستان د هلمند ولايت په لشکرګاه ښار کښې د بم چاودنې له امله يو افغان ډاکټر ووژل شو.
زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې د هلمند د والي وياند عمرځواک وويل، دغه چاودنه پرون د نهې په ورځ مازيګر د لشکرګاه ښار د يو ډاکټر په مطب کښې رامنځته شوه چې له امله يې دغه ډاکټر ووژل شو او دوه تنه نور ژوبل شول.
تر اوسه چا کس يا ډلې د دغې ترهه ګريزې چاودنې ذمه واري په غاړه نه ده اخېستې.
همدارنګ له دې مخکښې د افغانستان په زابل ولايت کښې د پوليسو په تاڼه د طالبانو په حمله کښې ديارلس افغان پوليس ووژل شول او اوۀ تنه نور هم ژوبل شول.
ټیګونه