ایران د افغانستان په صلحې او ثبات کښې ټاکونکی رول لوبوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i83311-ایران_د_افغانستان_په_صلحې_او_ثبات_کښې_ټاکونکی_رول_لوبوي
د افغانستان تیر ولسمشر ټینګار وکړ چې د ایران اسلامي جمهوریت په افغانستان کښې د صلحې په ټینګښت، د امنیت په تامینولو او اقتصادي پراختیا کښې ټاکونکی رول لري.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jul 10, 2019 16:01 Asia/Kabul
  • ایران د افغانستان په صلحې او ثبات کښې ټاکونکی رول لوبوي

د افغانستان تیر ولسمشر ټینګار وکړ چې د ایران اسلامي جمهوریت په افغانستان کښې د صلحې په ټینګښت، د امنیت په تامینولو او اقتصادي پراختیا کښې ټاکونکی رول لري.

حامد کرزي چې د نړیوالې صلحې په اتمه غونډه کښې د ګډون په موخه بیجنګ ته تللی، نن یې د ایرنا خبریال ته په یوه مرکه کښې د افغانستان په پراختیا، صلحې او امنیت کښې د یو سیمه ایز قدرت او لوبغاړي په توګه د ایران رول ډیر مهم وباله او ویې ویل: ایران د افغانستان یو ښه ګاونډی دی او کابل او تهران ډیرې لرغونې او دوستانه اړیکې لري او د دواړو هیوادونو ملګرتیاوې ډیرې پراخې دي.

کرزي زیاته کړه چې ایران په افغانستان کښې ډیر مهم موقعیت لري او تل یې د افغانستان له صلحې، امنیت او ثبات سره پوره پوره مرسته کړې ده.

د افغانستان پخواني ولسمشر هم داشان په دې خبرې سره چې د صلحې مذاکرات باید د افغانستان د خلکو په مشرۍ وشي ټینګار وکړ: د افغانستان خلک صلحه غواړي او حق لري چې پس له څو کلن جنګ او نښتې ارامښت ته ورسي.