افغانستان د ماشومانو لپاره ترټولو ناامنه هېواد
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i83332-افغانستان_د_ماشومانو_لپاره_ترټولو_ناامنه_هېواد
د ملګرو ملتو د ماشومانو فاونډېشن يونيسېف ادارې افغانستان د ماشومانو لپاره ترټولو ناامنه هېواد وبلۀ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 11, 2019 09:27 Asia/Kabul
  • افغانستان د ماشومانو لپاره ترټولو ناامنه هېواد

د ملګرو ملتو د ماشومانو فاونډېشن يونيسېف ادارې افغانستان د ماشومانو لپاره ترټولو ناامنه هېواد وبلۀ.

زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې يونيسېف په يو رپوټ کښې وويل، ماشومان په افغانستان کښې د ناامنۍ او جنګ ترټولولوے قربانيان دي. د دغه رپوټ له مخې په افغانستان کښې پهخ دريو  کښې يوه برخه سرتاوانونه ماشومان دي.

د ملګرو ملت د معاونت د دفتر د رپوټ له مخې په ۲۰۱۸ کال کښې په مختلفو ترهه ګريزو حملو او چاودنو کښې 3804 عامه افغانان ووژل شول چې له هغوي څخه 927 تنه ماشومان وو.

جنګ او ناامني د دې سبب شوې ده چې ۴۴ فيصده ماشومان مدرسو ته له تلو بې برخې شي چې په دغه اندازه کښې اوۀ لکه ماشومان شامليږي.

د امنيت د رامنځته کولو او د ترهه ګرو ډلو د ختمولو په بهانه په افغانستان باندې د امريکې له فوځي يرغل څخه تقريباً اتلس کاله تيريږي خو د وروستيو شمېرو مطابق په افغانستان کښې هيڅ ثبات او امنيت نه دے رامنځته شوے بلکه دغه هېواد له پوره ناامنۍ سره مخامخ شوےدے.