د افغانستان د صلحې د عالي شورا دارالانشاء منحل شوه
د افغانستان د ولسمشر ویاند د اشرف غني په حکم د دغه هیواد د صلحې د عالي شورا د دارالانشاء د منحل کیدو خبر ورکړ.
صدیق صدیقي وویل: د افغانستان د صلحې د عالي شورا دارالانشاء د ولسمشر اشرف غني په حکم منحل شوه او دندې یې د صلحې په چارو کښې د افغانستان د حکومت وزارت ته وسپارلې شوې.
صدیقي هم داشان وویل چې ولسمشر غني د دغه هیواد د صلحې د مشورتي لوې جرګې په غوښتنه د صلحې په چارو کښې د حکومت وزارت جوړ کړ او دا کار په هیواد کښې د صلحې د تامینولو لپاره یو ضرورت و.
د ویلو ده چې د افغانستان ولسمشر څه موده مخکښې د دغه هیواد د صلحې په چارو کښې د حکومت وزارت جوړ کړ او د خپل دفتر تیر مشر عبدالسلام رحیمي یې د صلحې په چارو کښې د حکومت د وزیر په توګه وګماره.
یاده دې وي چې د افغانستان د صلحې عالي شورا په ۱۳۸۹ شمسي کال کښې د حامد کرزي د ولسمشرۍ په وختو کښې د هغه په حکم جوړه شوې وه.