پمپئو له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ایستلو ادعا وکړه
د امریکې د بهرنیو چارو وزیر مدعي شو چې د دغه هیواد ولسمشر نیت لري په راتلونکي کال کښې د ولسمشریزو انتخاباتو له ترسره کیدو مخکښې امریکايي ځواکونه له افغانستانه ستانه کړي.
د امریکې د بهرنیو چارو وزیر مدعي شو چې د دغه هیواد ولسمشر نیت لري په راتلونکي کال کښې د ولسمشریزو انتخاباتو له ترسره کیدو مخکښې امریکايي ځواکونه له افغانستانه ستانه کړي.
له واشنګټنه د فرانسې خبري آژانس خبر ورکړی چې مایک پمپئو پرون وویل: ولسمشر ډونلډ ټرمپ غواړي چې د ۲۰۲۰ کال په نومبر کښې له ترسره کیدونکو ولسمشریزو انتخاباتو مخکښې چې دی به په کښې د ولسمشرۍ د دویم پړاؤ لپاره ګډون وکړي، له افغانستانه امریکايي ځواکونه ستانه کړي.
د ویلو ده چې ټرمپ په ۲۰۱۶ کال کښې د امریکې د ولسمشر په توګه له غوره کیدو مخکښې هم له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ایستلو ژمنه کړې وه خو کله چې یې حکومت ترلاسه کړ نو په افغانستان کښې یې د امریکايي پوځیانو له پياوړې کولو سره خپله موافقه اعلان کړه.
نن سبا کابو ۱۹ زره امریکايي ترهګر پوځیان په افغانستان کښې دیره دي.