د افغانستان د ولسمشریزو انتخاباتو یو کاندید دغه سیالي پرښودله
د افغانستان د ولسمشریزو انتخاباتو کاندید ابراهیم الکوزي د ولسمشرۍ لپاره له خپلې کاندیداتورۍ تیر شو.
ایرنا خبري آژانس لیکلي چې په کابل کښې د ژمنې او عمل له انتخاباتي ټیم څخه د افغانستان د ولسمشریزو انتخاباتو د پنځم پړاؤ کاندید ابراهیم الکوزي د سر د امنیت نشتوالی له خپلې کاندیداتورۍ د تیریدو وجه وبلله او ویې ویل چې د ستبمر د اتویشتمې نیټي انتخابات بایکاټوي.
په عین حال کښې د محمد حنیف اتمر په مشرۍ د افغانستان د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو انتخاباتي ډلې هم پرون د خپلو انتخاباتي فعالیتونو د ځنډولو خبر ورکړی و.
د صلحې او عدالت انتخاباتي ټیم د افغانستان د امنیتي حالاتو په خرابوالي باندې په نیوکې او د راتلونکو ولسمشریزو انتخاباتو په شفافیت باندې د شک په وجه وویل چې دغه ټیم د خپلو انتخاباتي تبلیغاتو لړۍ بنده کړې او ځنډولې یې ده.