د طالبانو مرکچي ټیم ماسکو ته تلی دی
سهیل شاهین: طالبان د کیمپ ډیویډ د ملاقات د ځنډولو غوښتونکې شوې وو ځکه چې دې ډلې غوښتل د دوي او امریکې ترمینځ د موافقې د لاسلیکیدو په وخت د روسیې په شمول د ځینو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیر هم موجود وي.
د امریکې او طالب ډلې د مذاکراتو په ختمیدو باندې د ټرمپ له ټینګار وروسته د طالبانو د قطر دفتر د مرکچي ټیم ځینې غړي په افغانستان کښې د وروستیو بدلونونو په هکله د خبرواترو لپاره ماسکو ته لاړل.
په قطر کښې د طالب ډلې د سیاسي دفتر ویاند وویل چې د دغې ډلې د مذاکراتي ټیم غړو د افغانستان په چارو کښې د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره خبرې اترې وکړې.
سهیل شاهین زیاته کړه چې طالبان د کیمپ ډیویډ د ملاقات د ځنډولو غوښتونکې شوې وو ځکه چې دې ډلې غوښتل د دوي او امریکې ترمینځ د موافقې د لاسلیکیدو په وخت د روسیې په شمول د ځینو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیر هم موجود وي.
ماسکو په روان میلادي کال کښې دوه ځلې د طالبانو او د افغانستان د مشهورو سیاسي شخصیتونو د غونډو کوربه توب کړی چې هیڅ نتیجه یې نه ده ورکړې.