له افغانستانه د امريکائي فوځيانو په وتلو د حامد کرزۍ تاکيد
د افغانستان مخکښيني ولسمشر له دغه هېواد څخه د امريکائي فوځيانو د وتلو په لازموالي تاکيد وکړ.
د تسنيم خبري آژانس د رپوټ له مخې حامد کرزي وويل، په افغانستان کښې د صلحې رامنځته کېدل په داسې صورت کښې امکان لري چې امريکائي فوځيان له افغانستانه اوځي يا له دغه هېواد سره د صلحې په بهير کښې په صداقت سره چلند وکړ.
مخکښيني افغان ولسمشر د امريکې او طالب ډلې د خبرو اترو اودرېدو ته په اشارې سره زياته کړه، د دغو خبرو اترو د اودرولو لپاره د سپينې ماڼۍ انګېزه معلومه نه ده.
حامد کرزي همدارنګ په افغانستان کښې د جنګ جګړو د ختمولو لپاره د نړيوالو خبرو اترو په بيا شروع کولو تاکيد وکړ.
امريکې او انډيوالانو يې په ۲۰۰۱ کال کښې له ترهه ګرۍ سره د مبارزې او د امنيت د ټينګښت په بهانه په دغه هېواد يرغل وکړ خو له هغه وخت نه تر اوسه په افغانستان کښې ناامني، ترهه ګري او د نشه ايزو توکو توليد ډېر زيات شوے دے.
د افغانستان چارواکو او خلقو په ځلونو په دغه هېواد کښې د امريکې په مشرۍ د بهرنيو فوځيانو د شتون په دوام نيوکې کړې له افغانستانه د امريکائي فوځيانو د وتلو غوښتنه کړې ده.