د پاکستان په حکومت د افغانستان نيوکه
د افغان ولسمشر وياند په اسلام آباد کښې له طالب پلاوي سره د پاکستاني چارواکو د کتنې او د دغې ډلې د مېلمستيا په وجه د دغه هېواد په حکومت نيوکه وکړه.
صديق صديقي په اسلام آباد کښې د طالب ډلې له پلاوي سره د پاکستان د چارواکو د کتنې په ردعمل کښې وويل، له داسې ډلې سره کتنه او د هغې مېلمستيا چې لا تر اوسه په افغانستان کښې د جنګ جګړو په لټه کښې ده د هېوادونو ترمېنځ د تعلقاتو د ټولو اصولو خلاف چاره ده.
د افغان ولسمشر وياند زياته کړه، له طالب پلاوي سره د پاکستان د چاروکو کتنه په افغانستان کښې له صلحې سره څه مرسته نه کوي.
پاکستان ته د طالب پلاوي د سفر لپاره د پاکستان د بلنې په پروګرام باندې د افغان ولسمشر د وياند نيوکه په داسې حال کښې ده چې تېره هفته د افغانستان د کابينې اجرائي مشر عبدالله عبدالله په کابل کښې د پاکستان له سفير سره په کتنه کښې هيله څرګنده کړې وه چې اسلام آباد به د هغه په هېواد کښې د صلحې له ټينګښت او د بين الافغاني خبرو اترو له شروع کولو سره مرسته وکړي.
د افغانستان د ولسشمر د وياند او د دغه هېواد د کابينې د اجرائي مشر د وېنا د يو بل ترڅنګه اېښودل دا ښودنه کوي چې د کابل د حکومت دغه دواړه چارواکي د دغه هېواد د صلحې د بهير او اسلام آباد ته د طالب پلاوي د سفر په مسئله کښې د پاکستان د رول په اړه يو شان دريځ نه لري.
که څه هم د افغان ولسمشر وياند د هغه څه په باره کښې چې کله د دغه هېواد د صلحې د خبرو اترو مديريت د کابل د حکومت په اختيار کښې نه وي له طالب سياسي پلاوي سره د کتنې لپاره هلې ځلې به بې نتيجې وي، د غور وړ خبره ده خو بايد پاملرنه اوشي چې د طالب ډلې له استازيو سره له ناستې او صلاح مشورو نه بغېر د بين الافغاني خبرو اترو له شروع کولو سره د مرستې لپاره د پاکستان له حکومته توقع لرل به امکان ونه لري.
د پاکستان د وزيراعظم عمران خان د اعلان شوې پالېسۍ له مخې د دغه هېواد حکومت د افغانستان د صلحې د بدلونونو په بهير کښې د موثره رول لوبولو غوښتونکے دے چې په طبيعي توګه د بين الافغاني خبرو اترو په چوکاټ کښې له طالبانو سره د کابل د حکومت د خبرو اترو د شروع کولو د زمينې برابرول د طالبانو له سياسي پلاوي سره د اسلام آباد د چارواکو له کتنې او صلاح مشورو سره تړاو لري.
نو ځکه افغان حکومت که هيله لري چې نور هېوادونه دې په افغانستان کښې د صلحې له ټينګښت سره د مرستې په چوکاټ کښې له طالبانوسره د دغه هېواد د حکومت د خبرو اترو لپاره زمينه برابره کړي نو پکار دي پاملرنه وکړي چې د داسې خبرو اترو لپاره زمينه برابرونه په قطعي توګه له دغې ډلې سره د ګډو ناستوپه قالب کښې د دغو هېوادونو صلاح مشورو ته اړتيا لري او له طالب استازيو سره د هېوادونود چارواکو ليدنې کتنې که د دغې ډلې او افغان حکومت د ناستو د سريزو د برابرولو په لړ کښې وي، نو نه يوازې څه منعې نه دي بلکه پکار دي د کابل چارواکي ترې هرکلے وکړي.
البته پکار دي پاملرنه اوشي چې هر هغه اقدام چې په افغانستان کښې د صلحې او ارامښت د ټينګښت په بهانه د دغه هېواد د ملي واکمنۍ د کمزورۍ او د حکومت دارۍ د مختلفو اړخونو لپاره په فېصلو کولو کښې د کابل د حکومت په رول د سترګو پټولو سبب کيږي په هيڅ وجه د منلو وړ چاره نه ده او دغه اقدامات د افغانستان ګټې او ملي امنيت له سختې خطرې سره مخامخوي.
په افغانستان کښې د جنګ د ختمولو او صلحې د راوستلو په بهانه په قطر کښې له طالب ډلې سره د دوو اړخيزو خبرو اترو په کولو کښې په تېر څه د پاسه يو کال کښې د امريکې د حکومت خطرناک پروګرام د دغه هېواد د ملي واکمنۍ د کمزوري کولو او په افغانستان کښې د سپينې ماڼۍ د يو اړخيزو ګټو په مخ بيائلو لپاره د کوشش يوه اصلي نمونه ده چې د دې سبب شوه چې په دغه هېواد کښې د انتخاباتو او ډېموکرېسۍ په شمول مختلف ډګرونه هم د واشنګټن لخوا له جدي ګواښونو سره مخامخ شي.
--------