د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیشن د آيي ټي د برخې مدیر څارنوالۍ ته معرفي شو
د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیشن د آيي، ټي برخې مدیر د دغه هیواد لوې څارنوالۍ ته وروپیژندل شو.
آوا خبري آژانس خبر ورکړی چې د افغانتسان د انتخاباتو د شکایتونو کمیشن پرون په یوه خبرپاڼه کښې وویل: محمد کبیر پناهي د ولسمشریزو انتخاباتو د ترسره کیدو په وځ په بایومیټرک مشینونو کښې د ځینو ستونزو په وجه د افغانستان لوې څارنوالۍ ته ورمعرفي شوی دی.
د افغانستان د انتخاباتو د شکایتونو د کمیشن په بیانیه کښې راغلې دي چې د ستمبر د اتویشتمې نیټې په انتخاباتو کښې ځینې افغانان ونه توانیدل چې د راې ورکونکو په نوملړ کښې د موجودو ستونزو او د بایومیټرک مشینونو له خوا یې د ګوتې د نه پیژندل کیدو په وجه د خپلې راې ورکونې حق وکاروي.
د ویلو ده چې بایومیټرک مشین په انتخاباتو کښې د درغلۍ د مخنیوي په موخه د راې ورکونکو د هویت د ثبتیدو لپاره استعمالیږي.