اوکراین ته د لوېدیځ مرستو ریکارډ مات کړ
(last modified Sat, 09 Nov 2024 10:36:03 GMT )
Nov 09, 2024 15:06 Asia/Kabul
  • اوکراین ته د لوېدیځ مرستو ریکارډ مات کړ

سحاب  - په ۲۰۲۲ کال کې د دغه هېواد پر وړاندې د روسیې د جګړې له پیل راهیسې له اوکراین سره د بهرنیو مرستو کچه د پام وړ ۱۰۰ میلیارد ډالرو ته رسېدلې ده.

د سپوتنیک خبري اژانس له قوله سحاب شبکې لیکلي: د اوکراین د ماليې او ملي بانک د معلوماتو له مخې کیف سره د لویدیځ د مرستو اندازه بې ساري کچې ته رسیدلې.

د دغه راپور له مخې، د اوکراین له جګړې دوه کاله وروسته، امریکا، انګلستان، کاناډا، د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو، جاپان او همدارنګه نړیوالو سازمانونو له اوکراین سره په میلیاردونو ډالره پوځي تجهیزات، روزنیز او اقتصادي مرستې کړې دي.

په همدې حال کې روسیې اعلان کړی چې اوکراین ته د وسلو استول به د کړکېچ د حل بهیر ګډوډ کړي او د ناټو هېوادونه به په مستقیم ډول په جګړه کې ښکیل شي، چې ناڅرګندې پایلې به ولري.

د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې روسیې له اوکراین څخه د لوهانسک او دونتسک د خپلواکۍ په رسمیت پېژندلو وروسته پر دې سیمه پوځي برید پیل کړ.

روسیې اعلان وکړ چې د دې اقدام هدف د اوکرایین بې وسلې کول، د خپلو امنیتي اندېښنو حل کول او د لوهانسک او دونیڅک د مرستې غوښتنې ته ځواب ورکول دي.

له اوکراین سره د روسیې د جګړې له پیلېدو وروسته، د مسکو د غندلو او د اقتصادي فشارونو د زیاتولو په ترڅ کې لویدیځو هېوادونو له کییف سره هر اړخیز سیاسي، مالي او د وسلو ملاتړ د اجنډا په سر کې کړی دی.