د رهبرۍ لیدتوګې( د لمر په حضور کې )
(last modified Sun, 10 Nov 2024 09:19:37 GMT )
Nov 10, 2024 13:49 Asia/Kabul
  • د رهبرۍ لیدتوګې( د لمر په حضور کې )

د تهران د پښتو خپرونې د انټرنیټي پاڼې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د لمر په حضور کې نومې لړۍ له نننی مطلب سره ستاسو په خدمت کې  یوو. په دغه ننني مطلب کې د اسلامي انقلاب له ستر لارښود سره د محصیلینو او زده کونکو د لیدو کتو د دستورو په باب درسره غږیږو، هیله ده  داستفادې وړ مو وګرځي.

 ؛ له استکبار سره د مونږ مبارزه ، یوه عقلاني،له پوهې ډکه  او د نړیوال منطق په اساس یوه مبارزه ده:::

 خوږو دوستانو ، په داسې زمانې کې چې  نړیوال ا ستکبار  د مرګ په درې کې د لیوني سپي په شان غوټې وهي، د فلسطین او لبنان د ماشومانو او ښځو په سرونو  په ټنونو چاودیدونکي مواد غورځوي، مړه دې امریکا او مړۀ دې اسرائيلو شعار ،تر ټولو غوره چیغې دي. د نومبر د میاشتې په دیارلسمه نیټه او  له نړیوال استکبار سره د مبارزې په  ملي ورځ دغه چیغې د ایرانيو محصلینو او زده کونکو  له ستوني راپورته شوې. د حضرت امام خمینی په امامباړې کښې او د اسلامی انقلاب له معظم لارښود آیت ا.... العظمی سید علی خامنه ا سره په کتنه کښې؛ دوي د دې لپاره حاضر شوي وو چې   د اوسمهال د ماشومانو د قاتلانو او ظالمانو په وړاندې خپله کرکه او کرکه نندارې ته وړاندې کړي. او د اسلامی انقلاب له رهبر او له مقاومتي جبهې سره  خپل بیعت تازه کړي.

حضرت آیت ا...العظمی سید علی خامنه اي په پيل کې پخپلې ویناکې وفرمائيل؛ستړې مه شئ ښه راغلاست،قدرمنو وروڼو، خوئيندو، بچیانو او ورارونو،ځوانانو ،زده کونکو او محصیلینو.:::

 د اسلامی انقلاب ستر لارښود  د یوه معنوي پلار په شان ایرانی ځوانان  اوزلمیان  خپل قدرمن او خواږۀ بچیان ګڼي  او دوي سره ډيره مینه کوي.  دوي باوري دي ، د ځوانانو او زلمیانو زړونه نوراني دي او د حق خبرو  آوریدو او د حقیقت د پيروئ لپاره  ددوي زړونه چمتو دي . په دې خاطر ئې دخپلې وینا په پیل کې وفرمائيل؛ زه تاسو ته یو معنوي نصیت عرض کوم . زما سپارښتنه د ؛؛؛  ذکر ؛؛؛   او ؛؛؛؛ شکر ؛؛؛؛ سپارښتنه ده .

Image Caption

 

 د اسلامی انقلاب معظم لارښود ځوانانو ته یادونه وکړه، چې د ژوند په لاره  کې او په هغې لارې کې چې په وړاندې ئې لري، باید درندې سختیانې او مسئولیّتونه وزغمي  او په دغې لارې کې  د دوي ترټولو مهمه او ښه پشتوانه  به  معنوي پشتوانه وي. دوي وفرمائيل؛راتلونکي دنیا  د هیواد راتلونکی  او راتلونکی نړیوال نظم  د تاسو په لاس کې دی؛ ستاسو کار او دندې درندې دي . په دې لارې کې ، همت ،معرفت او زیار لازم دی ،خو  له هرڅه مخکې ،معنوي پشتوانه اوملاتړ  لازم دی ؛ هغه  معنوي ملاتړ  نن ستاسو په خدمت کې  خلاصه کوم  په دوو جملو کې ،یعني  

«ذکر»

او «شکر».

ذکر یعنی د خدای یاد؛ دخدای له یاده غافل نشئ. په مناجات او دعا او دقرآن له تلاؤت سره واټن پیدا نه کړئ.زما همیشنۍ سپارښتنه دا ده چې  له قرآن سره مانوس او لیواله شئ، قرآنی معرفت زده کړئ؛ دا  تاسو سره  په دغې لوئې لارې کې مرسته کوي؛ شکر یعني  دخدای نعمت وپيژنئ او دا هیر نه کړئ.دوي دغه راز یادونه وکړه چې اسلامی  انقلاب یو هغه نعمت دی چې شکر کول ئې لازم دي.

Image Caption

 

       په ۱۹۷۹کال کې د ایران د اسلامی جمهوریت  د بیرغ رپيدل ،  او له نړیوال استکبار سره د مبارزې شعار په اوسمهاله نړۍ کې یوه حیرانونکې پيښه وه .کله اسلامی انقلاب ، دیوې نوي کلمې ، تازه وږمې  او په ټولو پيښو او نامو کې رابرسیره شو، نو نړۍ ئې  له نوو شعارونو او آئيډیاؤ سره  مخ  کړه.  د اسلامی انقلاب ارواښاد بنسټګر حضرت امام خمیني  یادونه وکړه چې د مظلومانو ملاتړی دی او د مستکبرانو د زیات غوښتې په مقابل کې دریږي. هغه فرمائيل؛ له فلسطین څخه ملاتړ به د اسلامی انقلاب یوآرمان وي او اسرائيل یوه سرطاني دانه ده چې باید  له مینځّه لاړه شي.

اوس چې څه دپاسه څلویښت کلونه  تیر شوي ، تراوسه پورې  دغه اسلامی انقلاب د خپلو شعارونو او آئيډیالونو په سر  دریدلی دی او د نړیوال استکبار بیرغواله امریکا  له ټولو دسیسو او خیانتونو سره،تراوسه پورې  ایران ته کومه لاره ونه موندله او  دبندو دروازو ترشا په غوسې اوکرکې سره  په انتظار ده.اسرائیل هماغه شان یوه سرطاني دانه  ده چې باید له مینځه لاړه شي.د لړم د میاشتې دیارلسمه نیټه هم  له نړیوال استکبار سره  د مبارزې سمبول ورځ ده او هرکال  ددغه آرمان یادونه ده. حضرت آيت ا... العظمی سید  علی خامنه اي  یادونه کړې ؛له نړیوال استکبار سره د مبارزې د ملی ورځې په نامې سره د یوې ورخې نومول ؛ په حقیقت کې  ددغې تاریخي مبارزې د نه هیریدا لپاره دي.

Image Caption

 

            د ۱۹۸۰کال د لړم  د میاشتې دیارلسمه نیټه وه چې په تهران کې د امریکا سفارت، د انقلابی محصیلینو په وسیله  ونیول شو. داسې ځاي چې زیاتره د یوه بشپتړسنبال جاسوسۍ ځالې  په څیر ؤ، ددې په ځاي کې چې د  یوه پَردي  هیواد سفارت وي؛ حضرت امام خمیني  هماغه  ورځ د جاسوسۍ د ځالې نیول کیدا دوهم انقلاب وبالۀ او دغه ورځ ئې د هیواد په تاریخ کې  په یوې ویاړمنې  ورځې ثبت کړه.

حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي د جاسوسۍ د ځالې دنیول کیدا د موضوع په  حقانیّت کې د شک او شبُې د رامینځةکولو لپاره  ځّينو هڅو ته په اشارې سره ووئيل؛ ځيني وائی د امریکا سفارت د ټولو هیوادونو د سفارتونو په شان د اطلاعاتو دغونډولو او  او ډيپلوماټيکو خوځښتونو ځای دی،نو بیا ولې ونیول شو؟

دوي ددغه شک  او شُبې په ردولو سره  یادونه وکړه چې په تهران کې د امریکا سفارت، هماغه شان چې ترلاسه شوي سندونه ئې تائيدوي، د اسلامي انقلاب د نابودولو ،ترور، ګواښ ، کودتا ،د قومیّتونو دلمسوَلو، او د اختلاف د رامینځةکولو لپاره  د پلاونو مرکز ؤ  او له سفارت سره هیڅ شباهت نه  درلود.

 دحضرت آيت ا... خامنه اي په نظر کې له امریکائي استکبار سره د ایران د ملت مبارزه ، پر ایران او ملت  د امریکا د حکومت بې شرمه،سپیره او  ظالمانه سلطه پالنې په دلیل  ده . د دوي په نظر کې؛ له استکبار سره مبارزه، یوه عاقلانه او له نړیوال منطق سره سمون خوړونکي  مبارزه ده.

Image Caption

 

   حضرت آيت ا... العظمی سید علی خامنه اي  د تاریخ په اوږدو کې د ایران له ملت سره د امریکایانو د دښمنۍ پيښې ته په عقلي توضیحاتو کې اشاره وکړه، یوه داسې دښمني چې  له کلونو کلونو راهسې  پیل شوې ده. دوي د ۱۳۳۲لمریز کال د  زمري یا اسد د میاشتې د اته ویشتمې پيښې ته په اشارې سره وفرمائيل؛ هغه مهال چې د ډاکټرمصدق په صدراعظمۍ سره یو ملی ولسی حکومت واک ته ورسید، هغه امریکایان  وته زړه ښه کاوۀ، خو امریکایان د هغه حکومت  د اعتماد له ښه والي سره  په خیانت سره میدان ته وارد شول ، هغه حکومت ئې نسکور کړ او د شاه ظالمانه حکومت  ئې رامینځةکړ. آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي  د ایران د ملت په نسبت د امریکا جنایتونو په باب  وفرمائيل؛د ایران ملت  په پرله پسې کلونو کې  د امریکا دښمني حس کړې ده؛تاسو قدرمن ځوانان لاړشئ  د ۱۳۳۲لمریز کال  پيښې او د امریکا شتون په کتابونو کې ولولئ....امریکایانو په ایران کې کودتا وکړه. په دیرشمې لسیزې کې ئې  ساواک جنایتکاره ډله راوپنځوله چې پر آزادي غواړو او مبارزانو  باندې د دباؤنو او د شکنجو مرکز ؤ. څومره ځوانان ، څومره مومن او آزادي غواړي انسانان  د پاچا د ساواک  دعوامولو او چاروالو په شکنجو کې قرباني شول  او یا  ئې دبدن غړي غوڅ شول!دا ټول د ایران ملت له نزدې ولیدل. ساواک اداره  امریکائي عواملو جوړه کړه؛ دوي ته ئې د شکجنو رودې وښودلې. په لسګونو زره سلاکاران ئې راوستل  دایران  داخل ته ،چې  هم مفت خوري وکړي او هم د حکومت او پوځ او اطلاعاتو په چارو او په هرحه کې  دخالت وکړي. دوي هم جاسوسۍ کولې او هم  ئې په مختلفو مرکزونو کې نفوذ  کاوۀ،څو  د ملت فرهنګ اوکلتور بدل کړي او پر هیواد د  امریکا سلطه ورځ تر بلې زیاته کړي.

Image Caption

 

           د امریکاد خیانتونو او له مختلفو ملتونو سره د دوي ددښمنیو  په روښانه کیدا سره، د امریکا د بشری حقوقو ادعا کلونه کلونه کیږي  چې  په یولړ  بې محتوا او پوچو شعارونو بدله شوې ده . د اسلامی انقلاب ستر لارښود په لبنان کې  اوسنیو بوږنونکو پيښو او د غزې  تړانګې د څه دپاسه پنځوسو زرو بې ګناه  خلکو  عامو وژلو ته په پام سره ، د امریکایانو د بشری حقوقو ادعاګانې، دوکه ورکونکې ادعاګانې وبللې او دا بوږنونکي  پيښې ئې  د امریکا د متحده ایالاتو  د رسوائۍ عاملې  وبللې. دوي په دې باب وفرمائيل؛ نن سبا امریکائي بشری حقوق چې  په مختلفو ډګرونو کې ئې تشې ډنډورې  وهل کیږي،چا ته دوکه نه شي ورکولی. دغه وضعیّت چې  نن سبا په لبنان،غزې او فلسطین  نورو سیمو کې  روان دی ، دا هغه جنایت چې  په سیمې کې د صهیونیسټي رژيم  عواملو د  امریکا په ګډون او دخالت  او بشپړ مرستو سره  ئې ترسره کوي، دا بل چا ته اجازت نه ورکوي، چې د امریکا بې معنې  بشری حقوق،تصدیق او تائيد کړي.  هغه کسان چې په دغو جنایتونو سره د بشری حقوقو مدعي دي، د سید حسن نصر ا...، اسماعیل هنیّه، قاسم سلیماني  او  دنورو لویو شهیدانو په څير  نوراني او ستر انسانان  ترهه ګر ګڼي .په داسې حال کې چې پخپله ترهه ګر او سترجنایتکار  دي . البته الحمد ا...  اوس  دنیا په دې پوهه شوې ده.

Image Caption

 

د اسلامی انقلاب معظم لارښود د خپلو څرګندونو په دوام کې، د صهیونیسټانو په وړاندې  دسیمې د ځي نو هیوادنو چلند باندې افسوس څرګند کړ. په اوسنیو حساسو وختونو کې  د سیمې ځيني هیوادونه د فلسطین او لبنان  دملت د ملاتړ او د ظالمانو په وړاندې د دریدا په ځاي له خونخوار او خبیث دښمن سره اقتصادي او حتی پوځي مرستې  کوي. په دې لړ کې د اسلامی انقلاب معظم لارښود په دې اند دی، په اوسنیو شرائطو کې اړتیا ده چې د نړیوال ظلم او جنایت په وړاندې د ملتونو عمومي حرکت  رامینځة شي. دوي په دې باب ځوانانو ته سپارښتنه وکړه؛د مونږ ځوانان په نورو هیوادونو کې له خپلو همڅنګو  او نورو ځوانانو سره  په تماس کې ووسي؛زمونږ زده کونکې دې  په سیمې کې د اسلامی هیوادونو  له زده کونکو سره،زمونږ محصیلین دې  د اسلامی،سیمه ایزو  او حتی له  سیمې د ورآخوا هیوادونو له محصیلینو سره،  تماس ولرل شي. نن سبا د تماس امکانات  ډير دي ؛ ارتباط ټينګولی شئ؛ د هغوي لپاره حقایق  روښانه کړئ، هغه څه چې  ددرستې نړۍ د ځوانانو دندې دي ،دوي ته وریاد کړئ څو په  دنیا کې د استکبار په ضد یو لوي او عمومي خوځښت  رامینځةشي،  او حتما به دغه خوځښت رامینځة شي او په الهی توفیق سره  د ایران ملت  او د مقاومتي جبهې  دغه عمومی اسلامی او انساني خوځښت  به  په دنیا کې خپل  ځائيګی  ومومي او دښمن به چورلټه ماته وخوري.

                  د تهران د پښټو خپرونې خوږو مینه والو ددغه مطلب وخت هم همدومره ؤنو تر بل مطلب پورې مو په نیاؤمن  خداي سپارو ، سر لوړي او بریالي ووسئ.

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************************************