Oct 13, 2019 05:04 Asia/Kabul
  • د افغانستان په انتخاباتو کښې درغلي شوې ده

د افغانستان د ملي وحدت د حکومت د اجرايي مشر او د ثبات او همپالنې د ټیم د ولسمشریزو انتخاباتو د کاندید دویم مرستیال ځینې کسان په انتخاباتو کښې په پلان شوې درغلۍ تورن کړل.

تسنیم خبري آژانس لیکلې دي چې د عبداللہ عبداللہ دویم مرستیال اسد اللہ سعادتي پرون خبریالانو ته وویل: د افغانستان د انتخاباتو کمیشن هم له بایو میټرک سیسټم بهر کارول شوې راې په مرکزي سیسټم کښې ثبتوي.

سعادتي ټینګار وکړ، ځینې هڅه کوي چې د افغانستان له ولسمشرۍ ماڼۍ سره په جوړجاړي سره یوه پلان شوې درغلي وکړي او درغلیزې او باطلې راې په سیسټم کښې شاملې کړي.

د ثبات او همپالنې په انتخاباتي ټیم کښې د عبدا... عبدا... دویم مرستیال وویل: که چیرې د افغانستان د انتخاباتي کمیشن درغلي دوام ولري نو دا انتخاباتي ټیم به د قانون ماتونې، درغلۍ او د خلکو له رایو سره د لوبو په وړاندې ودریږي.

له بلې خوا د افغانستان د ولسمشریزو انتخاباتو یو بل کاندید، د افغانستان د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار هم پرون مدعي شو چې د هیواد د اوسني ولسمشر او د (دولت ساز) انتخاباتي ټیم د مشر اشرف غني له دریو څخه دوه برخې راې جعلي دي.

 

ټیګونه