کرزے: په جومات حمله د «صلحې د دښمنانو» کار دے
د افغانستان پخواني ولسمشر «حامد کرزی» وويل، په نمونځګزارو برید د بهرنیو کړیو او د صلحې او ثبات د دښمنانو کار دے.
د حامدکرزي له مطبوعاتي دفتر څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کښې راغلي دي « مخکښيني افغان ولسمشر حامد کرزی د ننگرهار د هسکې مېنې په یو جومات او د هرات په زاول ولسوالي کې چاودنې چې د گڼ شمېر هېوادوالو د شهادت او زخمي کېدو سبب شوې ټروریسټي کړنې او بشري ضده جنایت بولي او په کلکو ټکو یې غندي.»
اعلامیه زیاتوي «حامد کرزے دغه ظالمانه اعمال د پردیو کړیو او د افغانستان د صلحې او ثبات د دښمنانو کار بولي او له دغه ظلم او وحشت څخه د هېواد او خلقو د خلاصون لپاره یو ځل بیا په ټولو افغانانوغږ کوي چې په ملي ټغر سره راټول شي او د بین الافغاني مذاکراتو له لارې له هېواده د پردو د دسيسو لمن ټوله کړي.»