د بادغیس ولایت د امنیې قومندان ووژل شو
Oct 25, 2019 11:39 Asia/Kabul
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې د بادغیس ولایت شریف الله چمتو د کابل د پنځمې حوزې په مربوطاتو کښې د غزني هډې په سیمه کې د ناپيژاندو وسله والو په حمله کښې وژل شو.
د کورنيو چارو وزارت زياتوي چې پیښې نه وروسته سمدلاسه امنیتي ځواکونو سیمه محاصره کړه او د ترهګرو د نیولو په خاطر يي تحقیقات شروع کړي دي.
د ویلو ده چې په دې وروستیو کښې په ټول افغانستان او په ځانګړې توګه په کابل کښې د هدفي وژنو کچه ډېره لوړه شوې ده.
ټیګونه