کاپيسا کښې د طالبانو يو نظامي مسئول وژل شوى دى
Nov 30, 2019 02:30 Asia/Kabul
د کاپيسا ولايتي چارواکي وايي په يوه هوايي حمله کښې د دغه ولايت لپاره د طالبانو د پوځي کمېټې تش په نوم مسئول وژل شوى دى.
د افغانستان د کاپيسا ولايت چارواکي وايي په يوه هوايي حمله کښې د دغه ولايت لپاره د طالبانو د پوځي کمېټې تش په نوم مسئول وژل شوى دى.
د کاپيسا د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالشايق شورش پرون وويل، د قاري نظرګل په نوم د طالبانو دغه پوځي مسئول په اله ساى ولسوالۍ کې د افغانستان د هوايي ځواک له خوا په نښه شوى دى.
ښاغلى شورش وايي دغه کس په کاپيسا کې د طالبانو مهم غړى و، چې د افغان قواوو په وړاندې په زياتو حملو کې يې لاس درلود.
خو طالبانو د دې پېښې په اړه لا څه نه دي ويلې.
ټیګونه