بهرنیان دې په افغانستان کې د خپلو عسکرو جنګي جرمونه نه پټوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i86220-بهرنیان_دې_په_افغانستان_کې_د_خپلو_عسکرو_جنګي_جرمونه_نه_پټوي
د ورسیې د بهرنیو چارو وزارت وایي، په افغانستان کې د غربي حکومتونو له لورې د جنګي جرمونو د ارقامو پټ ساتل د زغم وړ نه دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 30, 2019 04:15 Asia/Kabul
  • بهرنیان دې په افغانستان کې د خپلو عسکرو جنګي جرمونه نه پټوي

د ورسیې د بهرنیو چارو وزارت وایي، په افغانستان کې د غربي حکومتونو له لورې د جنګي جرمونو د ارقامو پټ ساتل د زغم وړ نه دي.

دغه څرګندونې د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې «ماریا زاخارووا» کړې دي. نوموړې ویلي « موږ په افغانستان کې د ملکي وګړو  په وړاندې جنګي جرمونه په کلکه غندو او د بریطانیې او نیوزلینډ له ادارو هیله لرو، چې خپلې څېړنې بشپړې او د دې جرمونو تر شا حقایق راوسپړي؛ تر څو ټولو ته انصاف ورسېږي.»

نوموړې د دې تر څنګ ټینګار کړی چې بهرني پوځیان باید د جنګي جرمونو مخنیوی وکړي، ځکه په خبره یې، له دې کار پرته د نړیوالې ترهګرۍ په وړاندې بریا ناشونې ده.

یاده دې وي، چې په افغانستان کې د بهرنیو پوځیانو د جنګي جرمونو کیسې لومړۍ نه دي، بهرنیانو په افغانستان کې په ځلونو د خپلو ټوپکو شپیلۍ پر ملکي وګړو ور اړولې دي؛ خو تر دې دمه د دې ډول پېښو قربانیانو ته هیڅ انصاف نه دی رسېدلی.

څه موده وړاندې کله چې د جنګي جرمونو نړیوالې محکمې وغوښتل، یاد جرمونه وپلټي د امریکایي چارواکو له لوري ورته سخت ګواښونه وشول.

په ورته وخت کې، کابو یوه اوونۍ وړاندې د امریکا ولسمشر هغه دوه پوځي چارواکي هم وبخښل چې په افغانستان کې په جنګي جرمونو تورن وو او امریکایي محکمو ورته د بند سزا اورولې وه.