د افغانستان د بيا رغونې لپاره د نړيوالو مرستو کمښت
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i86281-د_افغانستان_د_بيا_رغونې_لپاره_د_نړيوالو_مرستو_کمښت
د افغانستان د ماليې مرستيالې وزيرې د دغه هېواد د بيا رغونې لپاره په نړيوالو مرستو کښې د شپږڅلوېښت فيصده کمښت خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 02, 2019 12:49 Asia/Kabul
  • د افغانستان د بيا رغونې لپاره د نړيوالو مرستو کمښت

د افغانستان د ماليې مرستيالې وزيرې د دغه هېواد د بيا رغونې لپاره په نړيوالو مرستو کښې د شپږڅلوېښت فيصده کمښت خبر ورکړ.

مېرمن ناهيد سرابي وويل،د افغانستان د بيا رغونې لپاره د نړيوالو مرستواندازه په 2010 کال کښې له پينځلس ميليارډ او اوۀ سوه ميلينو ډالرو څخه په 2018 کال کښې اته  ميليارډ او څلور سوه ميلين ډالرو ته کمه شوې ده چې دا چاره د دې ښودنه کوي چې له افغانستان سره مرسته کونکي هېوادونه د جرمني د بن او بروکسل په شمول په مختلفو غونډو کښې په خپلو نړيوالو ژمنو پابند نه دي.

د افغانستان د بيا رغونې لپاره د نړيوالو مرستو کمښت دا ښودنه کوي چې هغو مختلفو هېوادونو په تېره بيا لويديځ هېوادونو چې له افغانستان سره د مرستو کولو په باره کښې يې په مختلفو نړيوالو غونډو کښې زياتې ژمنې کړې وې په دغو ژمنو يا عمل نه دے کړے او يا يې يوازې د هغو يوې برخه عملي کړې ده.  

د افغانستان له بيا رغونې سره د نړيوالو مرستو د کمښت د علتونو په باره کښې مختلف دلائل موجود دي چې کېدې شي ترټولو مهم يې په دغه هېواد کښې د بېخ بناو په بيا جوړولو او د خرابيو په سمولو کښې د دغو مرستيو د لګښت په څه رنګوالي کښې د روڼو والي او شفافيت نيشتوالے دے.

طبيعي خبره ده چې که مرسته کونکي هېوادونه د دغو مرستو د لګولو د څه رنګوالي په اړه څه اميد ورکونکې کارنامه ترلاسه نه کړي د هغوي د ژمنو د اندازې په کمېدو به تاثير وکړي.

دې ته په پام سره چې د افغانستان له بيا رغونې سره د مرستو د وړومبنۍ نړيوالې غونډې په توګه د بُن له غونډې څخه له پينځلسو کلونو زياته موده تېره شوې ده د خلقو او د مرسته کونکو هېوادونو ترمېنځ په طبيعي توګه دا توقع موجوده ده چې پکار دي د بيارغونې چټکتيا له اوسني چلند څخه زياته وي او د دغو مرستو ستر حجم د دغه هېواد د بيارغونې په ډګر کښې زيات محسوسېدونکي اثرات لرلي وې.

البته د افغانستان له بيارغونې سره د نړيولو مرستو د لګولو په څه رنګوالي او کيفيت کښې يو ډېر مهم ټکےد دغه هېواد حکومت ته د دغو مرستو نه حواله کول دي چې دا چاره د دې سبب شوې ده چې دغه بودجې هغو برخو ته چې په حقيقت کښې بيا رغونې او سمونې ته ضرورت لري بيلې نه شي.

د افغانستان د بيا رغونې د بهير د شروع کېدو له وخت نه تر اوسه له اتيا فيصدو نه زيات نړيوالې مرستې د بهرنيو په خاصه توګه د امريکائي موسسو او ادارو په اختيار کښې دي چې د افغانستان د بيا رغونې په ډګر کښې تش په نامه فعاليت کوي سپارل شوې دي چې د دغو مرستو ضائع کېدل د دغو موسسود جدي فساد ښودنه کوي.

په داسې حالاتو کښې په دې وروستيو کلونو کښې افغان حکومت په ځلونو له امريکې او نورو لويديځو هېوادونو غوښتي دي چې د افغانستان له بيا رغونې سره ټولې نړيوالې مرستې دې د دغه هېواد په اختيار کښې ورکړې شي چې د ملي او ځاي ترجيحاتو په بنياد دغه مرستې د بېخ بناو په بيا رغونو او د خرابيو په سمولو ولګي.

عجيبه دا چې د سېګار په نامه د افغانستان د بيا رغونې لپاره د عمومي تحقيقاتي ادارې چې د امريکې لخوا يې چارې چلولې شي په مختلفو رپوټونو کښې په ځلونو اعتراف شوے دے چې د افغانستان بيا رغونه د ناکامۍ له خطر سره مخامخ ده او هغه پروژې چې د بيارغونې په لېسټ کښې راغلي دي د خلقو د ضرورتونو په پوره کولو کښې د نه ترجيح په وجه يوازې د نړيوالو مرستو د ضائع کېدو سبب شوې دي.

------------