د طالبانو او امریکا له مذاکراتو ملاتړ نه کوو
-
فایل فوټو
د افغانستان مشرانو جرګه وایي، د طالبانو او امریکا له روانو مذاکراتو تر هغه مهاله ملاتړ نه کوي، تر څو چې د افغانانو خپلمنځي مذاکرات نه وي پیل شوې.
د افغانستان مشرانو جرګه وایي، د طالبانو او امریکا له روانو مذاکراتو تر هغه مهاله ملاتړ نه کوي، تر څو چې د افغانانو خپلمنځي مذاکرات نه وي پیل شوې.
د جمهور نیوز د راپور په اساس، د مشرانو جرګې رییس «فضل هادي مسلمیار» د جرګې په پرونۍ ناسته کې ویلي « تر هغه وخته چې د سولې په خبرو کې حکومت ور ګډ شوی نه وي او بین الافغاني مذاکرات پیل شوي نه وي، د طالبانو او امریکا له مذاکراتو هرکلی نه کوو.»
نوموړې زیاته کړې «د جګړې اصلي اړخونه طالبان او حکومت دي او باید دې دواړو لورو ته د خبرو زمینه برابره شي.»
د مسلمیار په قول، د سولې هغه پروسه چې د افغانستان حکوممت پکې ګډون ونلري، افغانستان ته ثبات نه شي راوړی.