قطر کښې د امریکې او طالبانو مذاکرات بیا ودریدل
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i86537-قطر_کښې_د_امریکې_او_طالبانو_مذاکرات_بیا_ودریدل
د امریکې او طالب ډلې ترمینځ د خبرو اترو نوی پړاؤ چې د روانې اونۍ په وړومبیو کښې په قطر کښې پیل شوی و، یوځل بیا ودریده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 13, 2019 11:21 Asia/Kabul
  • قطر کښې د امریکې او طالبانو مذاکرات بیا ودریدل

د امریکې او طالب ډلې ترمینځ د خبرو اترو نوی پړاؤ چې د روانې اونۍ په وړومبیو کښې په قطر کښې پیل شوی و، یوځل بیا ودریده.

د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان لپاره د امریکې ځانګړي استازي ځلمي خلیلزاد د افغانستان په بګرام کښې د امریکايي پوځیانو په ترټولو سترې اډې باندې د طالبانو له حملې یوه ورځ وروسته په خپل یو ټویټ کښې غبرګون وښوده.

خلیلزاد لیکلې دي: مونږ یوه لنډه دمه کوو چې طالبان له خپلو مشرانو سره سلامشوره وکړي.

هغه وايي، طالبان باید وښايي چې صلحې ته ګروهنه لري.

د ویلو ده چې طالبانو په داسې حال کښې چې په قطر کښې له دغې ډلې سره د امریکې خبرې اترې روانې وې، بګرام پوځي اډې ته څیرمه یوه کار بم چاودنه وکړه. طالبان چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو غوښتونکي دي، څو څو وارې یې پر دې اډې حملې کړې دي.

د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ د روان ۲۰۱۹ کال د ستمبر په نیمايي کښې په قطر کښې له طالب ډلې سره د مذاکراتو د نهو پړاؤنو له ترسره کیدو وروسته دغه خبرې اترې ودرولې.