وروستیو ۱۰ کلونو کښې شپږنیم زره افغان ماشومان وژل شوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i86644-وروستیو_۱۰_کلونو_کښې_شپږنیم_زره_افغان_ماشومان_وژل_شوي
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره “یونیسف” وايي، افغانستان کې له ۲۰۰۹ کال څخه را په دې خوا شپږنیم زره ماشومان وژل شوي او شاوخوا ۱۵ زره نور ژوبل شوي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 18, 2019 04:18 Asia/Kabul
  • وروستیو ۱۰ کلونو کښې شپږنیم زره افغان ماشومان وژل شوي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره “یونیسف” وايي، افغانستان کې له ۲۰۰۹ کال څخه را په دې خوا شپږنیم زره ماشومان وژل شوي او شاوخوا ۱۵ زره نور ژوبل شوي دي.

 د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ ادارې پرون د يو رپوټ په خپرولو سره ویلي چې افغانستان سږکال د نړۍ په کچه ماشومانو ته تر ټولو مرګونی هېواد بلل شوی دی.

د دغه رپوټ له مخې افغانستان کښې د ۲۰۱۹ کال په وړومبيو نهو میاشتو کښې هر ورځ په منځني ډول نهه افغان ماشومان وژل شوي او یا ژوبل شوي دي.

د یونيسف ادراې لخوا رپوټ کښې راغلي چې جګړې تر نورو عواملو ډیر د افغانان ماشومانو ژوند اخیستې او یا یې د هغوي ژوند له سختو کړاونو سره مخ کړے دے.

افغانستان کښې د یونیسف استازے ابوبکر کمپو وائي، ۲۰۱۹ کال د افغان ماشومانو لپاره خونړے کال دے چې پکښې په منځني ډول هره ورځ نهه ماشومان وژل کیږي او یا زخمي کیږي.

افغانستان کښې د ماشومانو د مرګ ژوبلې برخه کښې د تېر ۲۰۱۸ کال په پرتله سږکال ۱۱ سلنه ډیروالې راغلی  دے چې دا په ژوره توګه د اندېښې وړ چاره ده.

رپوټ کښې راغلي  دي چې د جګړې ښکیل لوري د ماشومانو خوندیتوب ته پاملرنه نه کوي او بايد زر تر زره باید دغې جګړې ته خاتمه ورکړي.