د افغانستان امنیت،په تهران کې دسیمه ایزامنیت دخبرواترو ددوهمې غونډې چورلیز
دغه یوه ورځنۍناسته چې د ایران د اسلامی جمهوریت د ملی امنیت دلوړې شورا د سکرټریټ په نوښت سره ترسره کیږی،د افغانستان پر موضوع او په دغه هیواد کې د ترهه ګرۍ له بیلابیلو ډولونو سره د هراړخیزې مبارزې په مسئلې تمرکز لری .
تهران نن د ایران ، روسیې ، چین، افغانستان، هندوستان، تاجیکستان او ازبکستان هیوادونو د ملی امنیت دسلاکارانو او لوړپوړو امنیتی چارواکو په شتون سره د سیمه ایز امنیت دخبرواترو د وهمې غونډې کوربه دی .
دغه یوه ورځنۍ ناسته چې د ایران د اسلامی جمهوریت د ملی امنیت دلوړې شورا د سکرټریټ په نوښت سره ترسره کیږی ، دافغانستان پر موضوع او په دغه هیواد کې د ترهه ګرۍ له بیلابیلو ډولونو سره د هراړخیزې مبارزې په مسئلې تمرکز لری .
د ایران د ملی امنیت د لوړې شورا منشی علی شمخانی د چین د ملی امنیت له وزیر چین ون چینګ سره په کتنې کې چې په دغې غونډې کې د ګډون لپاره تهران ته راغلی و وئیلی دی ،نن سبا د غړو هیوادونو په ګډو هڅو سره په سیمې کې د ثبات او امنیت د زیاتولو لپاره رغنده ګامونه پورته کیدلی شی.
سیمه ایز امنیت،البته دسیمې د هیوادونو پر برخلیک څه اغیزې شیندی ؟، آیا په افغانستان کې د ناکراریو اغیزې د سیمې دنورو هیوادونو لپاره چیلنج کیدلی شی .؟
په افغانستان کې د ناکراریو د علتونو دپیژندنې لپاره باید په دغه هیواد کې د ناکراریو ریښې وپیژندل شی .
افغانستان په تیرو څو لسیزو کېیو ډول له شخړو او جنګونو سره لاس او ګریوان دی . په افغانستان د امریکا یرغل او ددغه هیواد نیواک او د ناټو ځواک اوږدمهال شتون، هغه عوامل دی،چې دافغانستان برخلیک ئې د بحران او ناکراریو اوترینګلتیاؤ په لور کاږلی دی . په افغانستان کې د امریکا او ناټو د څوکلن شتون او نیواک نیتجه، په دغه هیواد کې د ترهه ګرۍ او د نشه ایزو موادو د کښت او تولید څوبرابره زیاتوالی او پراختیا ده .
د هراړخیز حکومت په جوړیدا کې اختلافات، دقومی ډلو ټپلو تریمنځ سیالۍ او د افراط پالو ډلو راپنځیدا نور هغه عوامل دی ، چې په دغه هیواد کې ئې سیاسی او امنیتی وضعیّت لا ترینګلی کړی او افغانستان ئې د شخړو او ترینګلتیاؤ په یوه مرکز بدل کړی دی .
اوس پوښتنه مطرح کیږی،چې د افغانستان ته دا منیت دستنیدا حل لاره څه ده . ؟
ډیری شناندی او کارپوهان و ائی په دې باب دوه لیدتوګې شته دی ، لومړی لیدتوګه دا چې افغانستان په سیمې کې د امنیت مرکزی ټکی دی .دغه لیدتوګه باؤری ده چې که په سیمې کې ناکراری شته،نو دا په افغانستان کې د ناکراریو او بې ثباتیو د شتون په دلیل ده . پر دې اساس ،باید ددغه هیواد له داخله امنیت ترلاسه شی .
دوهمه لیدتوګه هم د ناکراریو سرچینه له افغانستانه په بهر کې ګڼی چې دغه هیواد ته منتقلیږی .
څرګنده ده چې په افغانتسان کې دامریکا لاسوهنو،په دغه هیواد او سیمې باندې ډیرې زیاتې ناکرارۍ او بې ثباتۍ تپلی دی.د افغانستاناوسنی وضیعّت په حقیقت کې د تیرو وختونو د لاسوهنو نتیجه ده .پر دې اساس،په افغانستان او سیمې کې ناکرارۍ له داخلی او بهرنیو عواملو اغیزمنې شوی دی ..
له دې امله په افغانستان کېد سولې اوامنیت خبرې کول،باید د امنیتی،سیاسی،اقتصادی ،ټولنیزو او کلتوری مسئلو پر ټولګې مشتملې وی .په بله معنا، دافغانستان مسئلې او مشکلات یوازې په پوځی لیدتوګې سره نشی حل کیدلی.د افغانستان د مشکلاتو حل لاره ،د سیمه ایزو اونړیوالو ظرفیّتونو څخه استفاده او د سیاسی رواوالی لرونکو ډلو ترمینځ دبین الافغانی خبرواترو پیاوړتیا ده .
د ایران اسلامی جمهوریت خارجه وزیرمحمدجواد ظریف دآسیا زړه ټولنې د خارجه وزیرانو په اتمې غونډې کې چې په همداوروستیو کې د ترکیې په استانبول کې ترسره شوی ،ددې خبرې په کولوسره چې ایران د افغانستان دحکومت په مرکزیّت سره د طالبانو ډلې پشمولددرستو سیاسی ډلو ټپلو په ګډون سره د افغانانو په مالکیت او لارښونې سره د سولې د بین الافغانی خبرو له بهیره ملاتړ کوی ،وئیلی دی،باید له هرې هغې وسیلې چې د مونږ په اختیار کې شته،د بند ۲۰۰۱کال د کنفرانس د بریاؤ او په تیره بیا هرډول سیاسی حل لارې ته د رسیدو لپاره د یوې پیاوړیاډاڼۍ په توګه د افغانستان د اسلامی جمهوریت د اساسی قانون په چوکاټ کې د ګټو د ساتنې لپاره ورځینیاستفاده وکړو.
هغه څه چې مسلم دی،په سیمه ایزې اجماع سره په دې زمینې کېلامهم ګامونه پورته کیدلی شی.په تهران کېد ایران،روسیې،چین،پاکستان،افغانتسان اوهندوستان دملی امنیتد سلاکارانو او لوړپوړو امنیتی چارواکو په شتون سره،د سیمه ایز امنیت دخبرواترو دوهمه غونډه چې همدااوس روانه ده،په دې باب د همفکرۍ ا و همغږۍ لپاره یو ښه فرصت دی څو افغانستان د درستو ډلو ټپلو ترمینځ دخبرواترو او تفاهم له لارې تل پاتې سوله احساس کړی .