پرون په افغانستان او پاکستان کښې زلزله راغلی وه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i86706-پرون_په_افغانستان_او_پاکستان_کښې_زلزله_راغلی_وه
زمونږ خبریال وایی شپږ اعشاریه څلور ریشټره سختې زلزلې بیګا د افغانستان او د پاکستان ډیرې سیمې ولړزولې او خلک له کورونو دفترو څخه بهر ووتل .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 21, 2019 01:31 Asia/Kabul
  • پرون په افغانستان او پاکستان کښې زلزله راغلی وه

زمونږ خبریال وایی شپږ اعشاریه څلور ریشټره سختې زلزلې بیګا د افغانستان او د پاکستان ډیرې سیمې ولړزولې او خلک له کورونو دفترو څخه بهر ووتل .

د افغانستان د پاکستان او دهندوستان په سرحدی مثلث کښې د هندوکش غرونه د دغه زلزلې مرکز اعلان شو .

دغه زلزلې څو شیبې د کابل ښار سیمې ولړزولې او خلک له کورونو وتښتیدل او کوڅو او سړکونو ته راووتل .

د پاکستان د زلزلې د معلومونې مرکز هم ویل چې دغه زلزلې د هیواد ډیرې سیمې لړزولی دی .

دغه زلزلې د غه راز د هندوستان په شمال لویدیځ کښې یوشمیر غرنۍ سیمې هم لړزولی دی .