Dec 23, 2019 05:48 Asia/Kabul
  • راتلونکی حکومت به د درستو افغانانو استازی حکومت وی

د افغانستان د انتخاباتو خپلواکه کمیشن پرون د ولسمشرۍ د انتخاباتو د لومړنیو نتیجو په ا علانولو سره اشرف غنی د پنځوس اعشاره څلور شپیته فی صدو رایو په ګټلو سره د افغانستان ولسمشر اعلان کړی خو دانتخاباتو نورو کاندیدانو د اشرف غنی ولسمشر کیدا نه ده منلې او ګواښ ئې کړی ، چې په دې اړه به ولس واټونو ته راووځی .

ایرناخبری آژانس راپورورکړ د افغانستان  ولسمشر اشرف غنی ټینګار کړی،مونږ  به په یوه بل د اعتماد  او  داتحاد په لور حرکت وکړو او  اوس وخت رارسیدلی  چې ټول سره قانونمند چلند وکړو .

 اشرف غنی د افغانستان د ولسمشرۍ  په انتخاباتو کې د رایو د ا کثریت له ترلاسه کولو وروسته  وئیلی دی،دحکومت جوړونکی انتخاباتی ټیم ددغه هیواد استازی او خادم ټیم دی .

 اشرف غنیپه دې خبرې په ټینګار سره چېد انتخاباتو د بهیرد نتیجو اوږیدیدا،د افغانانو  لپاره یو لړ مشکلات راپنځولی دی،ټینګارکړ ی،چې نورهیڅوک ددغه هیواد پر ولس   په وسلو سره حکومت نشی کولی . 

  د ثبات اوهمپالنې  د  ټیم مشر عبدا...عبدا....هم بیګا  په مطبوعاتی کنفرانس کې  خپلو پلویانو ته وئیلی دیچې په ټول قدرت سره به د ولس درایو  دفاع وکړی او اجازت نه ورکوی ، چې یو ځل بیا درغلی او غلا پر ولس حکومت وکړی .

 د افغانستان د انتخاباتو  خپلواکه کمیشن پرون  د ولسمشرۍ د انتخاباتو د لومړنیو نتیجو په اعلانولو سره اشرف غنی د پنځوس اعشاره څلور شپیته فی صدو  رایو په ګټلو سره د افغانستان ولسمشر اعلان کړی خو  دانتخاباتو نورو کاندیدانو  د اشرف غنی   ولسمشر کیدا نه ده منلې او ګواښ ئې کړی ، چې  په دې اړه به ولس واټونو ته راووځی .  

 

ټیګونه