Dec 23, 2019 16:26 Asia/Kabul
  • د افغانستان د انتخاباتو پایلې د ډیموکراسۍ خلاف کودتا

د افغانستان د امنیت او عدالت انتخاباتي کمیټې مشر د ولسمشریزو ټاکنو د ابتدايي پایلو اعلانیدو ته په غبرګون کښې د دغو نتایجو اعلان د ولسواکۍ خلاف کودتا وبلله.

رحمت الله نبیل وویل: د افغانستان د ولسمشریزو انتخاباتو ابتدايي نتایج د ډیموکراسۍ او د ولسواکۍ د بهیر په وړاندې کودتا ده او د امنیت او عدالت انتخاباتي کمیټي يې نه مني.

هغه زیاته کړه چې د افغانستان د انتخاباتو کمیشن د بې پلوي اصل او حقوقي چوکاټونو ته په بې پامۍ سره په یو اړخیزه توګه ابتدايي پایلې اعلان کړې دي.

د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو ابتدايي پایلو ته منفي غبرګون او په نه منلو یې ټینګار د ۲۰۱۴ کال د انتخاباتو د پړاؤ په اپوټه یوازې تر یو سیاله پورې محدود نه دی.

د ولسمشریزو ټاکنو د ابتدايي پایلو په اعلانیدو سره د ثبات او همپالنې د ټیم د مشر عبدالله  عبدالله ، د امنیت او عدالت د ټیم د مشر رحمت ا... نبیل او ګلبدین حکمتیار په شمول د انتخاباتو دریو کاندیدانو په اعلان شویو نتایجو باندې سخت اعتراض کړی دی او هغه یې د ولسواکۍ خلاف کودتا او په انتخاباتو کښې لاسوهنه بللې ده.

د افغانستان د ولسمشریزو انتخاباتو په مخکښني پړاؤ کښې یوازنی معترض کاندید او د اشرف غني جدي سیال عبدالله عبدالله  و خو د ټولټاکنو په دې پړاؤ کښې پر عبدالله  سربیره رحمت الله نبیل او ګلبدین حکمتیار هم په نتایجو باندې سخت اعتراض لري او غوښتنه یې په هغو شکایتونو باندې په دقیق غور او سیاسي دباؤنو ته په بې پامۍ سره د بې پلوه رول لوبول دي چې د انتخاباتو د بهیر په لړ کښې دغه ارګان ته وړاندې شوې دي.

د افغانستان د انتخاباتو په پایلو باندې د معترضو دریو کاندیدانو له نظره له ناپاکو پایلو د پاکو رایو نه بیلول او د نه بایومیټرک شویو رایو نه باطلیدل سبب شوي چې د انتخاباتي روغوالی سخت خراب شي او اعلان شوې پایلې د واقعي رایو انعکاس نه وي.

په دې هکله په انتخاباتي شکایتونو د غور د کمیشن دریځ ته په پام سره چې د دغه ارګان معیار به یوازې په بایومیټرک سیسټم کښې ثبت شوې راې وي، د انتخاباتو په پایلو باندې د معترضو کاندیدانو تمه دا ده چې دغه کمیشن پر خپلې ژمنې ثابت قدمه ووسي او د دریو لاکو غیربایومیټرک رایو په باطلولو او په انتخاباتي شکایتونو باندې په غور سره فاینل نتایج اعلان شي.

د ۲۰۱۴ کال له انتخاباتو سره د دې انتخاباتي پړاؤ فرق دا دی چې په ۲۰۱۹ کال کښې د انتخاباتي اختلافاتو د هواري لپاره یوځل بیا د ملي یووالي حکومت جوړول تقریباً یو ناممکنه ماډل دی ځکه چې په دې پړاؤ کښې د ولسمشریزو انتخاباتو درې معترض کاندیدان ځان د بریا د چانس لرونکي ګڼي او تیار نه دي چې په اعلان شویو نتایجو باندې په راضي کیدو سره په حکومت کښې ډیره لږه ونډه ولري. په تیره بیا دا چې عبدالله عبدالله ویلي دي چې د نتایجو په منلو او د ملي وحدت حکومت په جوړولو باندې د راضي کیدو په هکله د ۲۰۱۴ کال د انتخاباتو حالات به رامینځته نه شي.

په دې وجه دا جدي پوښتنه مطرح ده چې د ملي یووالي د حکومت په شان په حکومت کښې د مشارکت د ماډل ردیدو ته په پام سره انتخاباتي ارګانونه معترض کاندیدان، د هغوي ملاتړي او خلک د اعلان شویو پایلو منلو ته څنګه وروبولي.

 

ټیګونه