۶۳ سلنه نجونې له پنځلس کلنۍ مخکښې زده کړې پریږدي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i86810-۶۳_سلنه_نجونې_له_پنځلس_کلنۍ_مخکښې_زده_کړې_پریږدي
د ښځو او ماشومانو د حقوقو یو تحقیقاتي ارګان رپورټ ورکړی چې د افغانستان ۶۳ فیصده جینکۍ پنځلس کلنۍ ته له رسیدو مخکښې ښوونځی پریږدي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 25, 2019 12:40 Asia/Kabul
  • ۶۳ سلنه نجونې له پنځلس کلنۍ مخکښې زده کړې پریږدي

د ښځو او ماشومانو د حقوقو یو تحقیقاتي ارګان رپورټ ورکړی چې د افغانستان ۶۳ فیصده جینکۍ پنځلس کلنۍ ته له رسیدو مخکښې ښوونځی پریږدي.

د ایرنا د رپورټ له مخې د دغې نظرپوښتنې له مخې چې (د افغان ښځو او ماشومانو د حقوقو) د ارګان له خوا ترسره شوې او نن خپره شوې ده، ۴۱ فیصده خلکو جنګ او ناامني او ۳۱ فیصده نورو بې وزلي او داخلي کډولي او هم داشان ۲۱ فیصده کسانو د ټولنې ناخوښ آداب او رسمونه له زده کړې د افغان نجونو د بې برخې کیدو لامل بللي دي.

د ښځو او ماشومانو د ارګان مشرې زرقا یفتلي هغه تحقیق او څیړنې ته په اشارې سره چې د (ننګونې او فرصتونه) په عنوان سره ترسره شوې، وویل: په دغه رپورټ کښې په افغانستان کښې د جینکو د زده کړې فرصتونه او ورته پراته چیلنجونه څیړل شوې دي.

آغلې یفتلي زیاته کړه: د امنیت نشتوالی، کورني تاوتریخوالي، د زور ودونه، په لارو کوڅو کښې ځورونې، د ښځینه ښوونکو نشتوالی، د ښوونځیو کمی او له کورونو یې ډیر واټن، روغتیايي مسائل، بې وزلي او ناخوښه دودونه او رسمونه هغه عوامل دي چې د افغان نجونو د زده کړې پریښودو سبب کیږي.