ټرمپ وایي د ایران په طرحې باندې به غور وکړم
https://parstoday.ir/ps/news/world-i172462-ټرمپ_وایي_د_ایران_په_طرحې_باندې_به_غور_وکړم
د امریکا ولسمشر د ایران له خوا د جنګ د بندېدو لپاره د وړاندې شوې طرحې د څېړلو خبر ورکړی دی.
(last modified 2026-05-03T06:46:26+00:00 )
May 03, 2026 11:14 Asia/Kabul
  • ټرمپ وایي د ایران په طرحې باندې به غور وکړم

د امریکا ولسمشر د ایران له خوا د جنګ د بندېدو لپاره د وړاندې شوې طرحې د څېړلو خبر ورکړی دی.

د تسنیم له راپور سره سم، د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ وویل: ډېر ژر به هغه طرحه وڅېړو چي ایران په دې وروستیو کې مونږ ته وړاندې کړې ده.

رویټرز د ټرمپ په حواله لیکي: ټرمپ وایي چي د ایران له خوا د وړاندې شوې طرحې عمومیات مي تر لاسه کړي او ډېر ژر به وروستۍ شوې مسوده به تر لاسه کړم.

د تسنیم له راپور سره سم، ایران د پاکستان له لارې امریکا ته په ۹ بندونو باندې مشتمله طرحه وړاندې کړې ده چي د جنګ په ختمېدو باندې تمرکز لري.

 د پوځې یرغل د نه کولو تضمین، د ایران له چارچاپیر څخه د امریکایي ځواکونو ایستل، د سمندري محاصرې ختمول، د ایران د کنګل شویو شتمنیو خوشي کول، د اوښتیو تاوانونو جبرانول، د بندیزونو لغوه کېده او په ټولو جبهاتو منجمله لبنان کې د جنګ ختمېده او د هرمز د تنګی د نوی مکانیزم منل کېده د یاد وړاندیز له موضوعاتو څخه دي.

ایران د خپلو وړاندیزونو په هکله د امریکا رسمي ځواب ته په تمه دی.