طالبانو له تاجکستان سره په ګډې سرحدي سیمې حمله وکړه
Dec 31, 2019 02:20 Asia/Kabul
امنیتي سرچینو د افغانستان او تاجکستان په ګډې سرحدي سیمې باندې د طالبانو د حملې خبر ورکړ.
د فارس خبري آژانس د خبر له مخې یوه ډله طالب وسله والو پرون د افغانستان او تاجکستان په پوله کښې د تخار ولایت په یوه سیمه کښې د ځايي مقاومت د ځواکونو په کیمپ باندې په حملې سره هغوي ته مرګ ژوبله واړوله.
په دغه حمله کښې ۱۷ تنه افغان رضاکار مقاومت کونکي مړه او اته تنه نور زخمي شوې دي.
په عین حال کښې یو بل خبر رارسیدلی چې د افغانستان د شمال په جوزجان ولایت کښې د افغان پوځیانو په اډې باندې د طالبانو په برید کښې څوارلس افغان پوځیان وژل شوې دي.
ټیګونه