طالبانو پر کندهار ولایت هراړخیزه حمله کړې
طالبانو پر کندهار ولایت هراړخیزه حمله کړې
د کندهار د پولیسو قوماندان همداراز خبرداری ورکړی، افغان ملی ا ردو او امنیتی ماموران به کندهار د طالبانو په قبرستان بدل کړی .
زمونږخبریال له کابله راپور راکړ د افغانستان په جنوب کې د کندهار ولایت د پولیسو قوماندان جنرال نادین خان پرون ناوخته د یوې خبرتیا په خپرولو سره وئیلی دی ، طالبانو په یوه وخت د کندهار ولایت په شورابک ،ارغستان، معروف ، شاولی کوټ ومیانشین ، خاکریز اومومند ولسوالیو حملې کړې ، خو د افغان ملی اردو او امنیتی مامورانو له کلک مقاومت سره مخامخ شوی دی .
جنرال نادین خان وئیلی دی ، د طالبانو سختې حملې له افغان پوځیانو سره د نښتو لامل شوی چې له امله ئې ۶۵وسلوال طالبان وژل شوی دی .
هغه په دغو نښتو کې د ا فغان پوځیانو احتمالی مرګ ژوبلو ته له ا شارې پرته وئیلی دی ، افغان پوځیانو بریالی شوی د طالبانو یرغلونه شنډ او دهغوی وګړی شاتګ ته اړباسی .
د کندهار دپولیسو قوماندان همداراز خبرداری ورکړی، افغان ملی ا ردو او امنیتی ماموران به کندهار د طالبانو په قبرستان بدل کړی .