طالبانو پر کندهار ولایت هراړخیزه حمله کړې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i86942-طالبانو_پر_کندهار_ولایت_هراړخیزه_حمله_کړې
د کندهار د پولیسو قوماندان همداراز خبرداری ورکړی، افغان ملی ا ردو او امنیتی ماموران به کندهار د طالبانو په قبرستان بدل کړی .
(last modified 2026-04-11T08:00:12+00:00 )
Jan 01, 2020 01:36 Asia/Kabul
  • طالبانو پر کندهار ولایت هراړخیزه حمله کړې

د کندهار د پولیسو قوماندان همداراز خبرداری ورکړی، افغان ملی ا ردو او امنیتی ماموران به کندهار د طالبانو په قبرستان بدل کړی .

زمونږخبریال له کابله راپور راکړ  د  افغانستان په جنوب کې  د کندهار ولایت د پولیسو قوماندان  جنرال نادین خان  پرون ناوخته  د یوې خبرتیا په خپرولو سره  وئیلی دی ، طالبانو  په یوه وخت د کندهار ولایت  په شورابک ،ارغستان، معروف ، شاولی کوټ ومیانشین ، خاکریز اومومند ولسوالیو   حملې کړې ، خو  د افغان ملی اردو او امنیتی مامورانو له کلک مقاومت سره مخامخ شوی دی .

 جنرال نادین خان وئیلی دی ،  د طالبانو سختې حملې  له افغان پوځیانو سره د نښتو لامل شوی  چې له امله ئې ۶۵وسلوال طالبان وژل شوی دی .

 هغه  په دغو نښتو کې د ا فغان پوځیانو  احتمالی مرګ ژوبلو ته له ا شارې پرته وئیلی دی ،  افغان پوځیانو بریالی شوی  د طالبانو یرغلونه  شنډ او دهغوی وګړی شاتګ ته اړباسی .

 د کندهار دپولیسو قوماندان همداراز خبرداری ورکړی،  افغان ملی ا ردو او امنیتی ماموران به  کندهار د طالبانو په قبرستان بدل کړی .