غور ولایت کښې چاودنې درې تنه ووژل
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i87039-غور_ولایت_کښې_چاودنې_درې_تنه_ووژل
د افغانستان په مرکز غور ولایت کښې د یوې چاودنې له امله درې پولیس وژل شوې دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 05, 2020 02:41 Asia/Kabul
  • فایل فوټو
    فایل فوټو

د افغانستان په مرکز غور ولایت کښې د یوې چاودنې له امله درې پولیس وژل شوې دي.

د غور د والي ویاند عبدالحي خطیبي وویل چې دغه چاودنه پرون د دغه ولایت په (دره تخت) سیمه کښې هغه مهال وشوه چې د سړک د غاړې یو ماین د پولیسو په تیریدونکي ګاډي وچاودید او په کښې سپاره درې پولیس یې ووژل.

هغه زیاته کړه چې افغان پولیسو هم داشان په دغه سیمه کښې ښخ کړی شوي ۲۵ ماینونه پیدا کړي او شنډ کړل.

پرون د افغانستان په نیمروز او بلخ ولایتونو کښې هم دوه جلاجلا چاودنې وشوې چې په کښې درې کسان مړه او درې نور ژوبل شوې دي.