ننګرهار کښې له دوه زرو زیاتو اړمنو کورنیو سره نغدي مرسته کیږي
د افغانستان په ننګرهار ولایت کښې حکومت له اړمنو کورنیو سره د نغدو پیسو مرستې کوي.
له جلال آباده زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې د ننګرهار ولایت د کډوالو او د کورنیو بې ځایه شویو د چارو اداری مشر قاري نجیب اله قیومي وایي دکډوالو او کورنیو بی ځایه شویو د چارو وزارت په لارښوونه د یوځانګړي پلاوي او دطبیعي پیښو پر وړاندی د چمتو والي ادارې په ګډه همکارۍ د جلال اباد ښار او د ننګرهار د نورو یوولسو ولسوالیو ۲۳۰۰ راستنو شویو او داخلي بی ځایه شویو اړمنو کورنیو د پیژندلو او په نښه کولو چارې پېل کړي چې تر بشپړیدو وروسته به هرې کورنۍ ته پنځلس زره افغانۍ چې ټولې څه باندې ۳۴ملیونه افغانۍ کیږي او د کډوالو او کورنیو بی ځایه شویو چارو وزارت د بودجې څخه دبانک له لارې ورکول کیږي .
نجیب اله قیومي وایي پر دې نغدي مرسته اړمنې کورنۍ کولای شي خپلې ځینې اړتیاوې پوره کاندي.
له دې وړاندې هم له اړمنو او بی وزله کورنیو سره نغدي او د توکیو مرستې تر سره شوي خو ډیرې کورنۍ شکایت کوي چې د مرستو په ویش کې شفافیت او عدالت په پام کې نه نیول کیږي.