امریکایانو بیا په افغانستان کې په لسګونو کسان وژلي دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i87154-امریکایانو_بیا_په_افغانستان_کې_په_لسګونو_کسان_وژلي_دي
خو د افغانستان د ملی امنیت ادارې په یوې خبرپاڼې کې وئیلی دی ، چې دوی دطالبانو په ضد عملیات کړی او عامو خلکو ته ئې کومې مرګ ژوبلې نه دی اړولی او و ژل شوی کسان هم طالبان دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jan 09, 2020 11:21 Asia/Kabul
  • امریکایانو بیا په افغانستان کې په لسګونو کسان وژلي دي

خو د افغانستان د ملی امنیت ادارې په یوې خبرپاڼې کې وئیلی دی ، چې دوی دطالبانو په ضد عملیات کړی او عامو خلکو ته ئې کومې مرګ ژوبلې نه دی اړولی او و ژل شوی کسان هم طالبان دی .

د طالبانو ډلې یوه  ویندوی ذبیح ا... مجاهد نن مونږ ته دیوې اعلامیې په رالیږلو سره وظیلی دی،په افغانستان کېد بشرضد او جنګیجنایاتو په دوام کې،امریکائی ترهه ګرو اواشغالګروپوځیانواو افغان ځواکونوبیګا په کندوز، لغمان او کاپیسا ولایتونوکې بیا  د عامو خلکو پر کورنو چاپې  وهلې  او ګڼ کورونه، مسجد او مذهی مدرسه یې په کنډوالو بدل کړی  او دغه راز ئې ، د ۲ ښځو پشمول   ۱۵  عام کسان  هم وژلی دی .   

 هغه وئیلی د کندوز د مرکز په اړونده چقور قشلاق سیمه کې امریکائی او د کابل استخباراتی عسکرو په یوه مذهبی مدرسه چاپه ووهله،د مدرسې ۶ زده کونکی یې په خوب ویده وژلی ، ګڼ نور زده کونکی،د مدرسې استادان او ملازمان ئې وهلی او یو استاد او ۴ طالب العمان یې له ځانه سره بیولی دی .همداراز ئې د لغمان ولایت الینګار ولسوالۍ ګوړګنډی سیمې کې هم په چاپې کې یو جومات اوڅوکورونه ړنګ کړی او شپږ کسان ئې وژلیاو یو شمیر ئېهم له ځان سره بیولی دی همداراز په کاپیسا ولایت کې ئې هم په چاپی کې یو شمیرکسان وژلی او یو شمیر کورونه ئې تباه کړی دی.

خو د افغانستاند ملی امنیت ادارې  په یوې خبرپاڼې کې وئیلی دی،چې  دوی  دطالبانو په ضد عملیات کړی او  عامو خلکو ته ئې کومې مرګ ژوبلې نه دی اړولی  او و ژل شوی کسان هم طالبان دی .