که له ایران سره کشاله اوږده شي
امریکا په افغانستان کښې خپل پوځي شتون زیاتوي
Jan 10, 2020 01:37 Asia/Kabul
د افغانستان لپاره د امریکې پخواني ځانګړي استازي وویل: امریکا به په افغانستان کښې پياوړې پوځي شتون ته ضرورت ولري.
د تسنیم خبري آژانس سیمه ایز دفتر خبر ورکړی چې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکې پخواني ځانګړي استازي ریچارډ اولسن وویل چې که له ایران سره کشاله اوږده شي نو امریکې ته پکار دي چې په افغانستان کښې خپل لاپياوړی پوځي شتون وساتي.
په داسې حال کښې چې د افغانستان طالب ډله له دغه هیواده د ټولو امریکايي پوځیانو په وتلو ټینګار لري، دغه پخواني امریکايي ډیپلماټ وویل چې که سپينه ماڼۍ په افغانستان کښې د پياوړې پوځي شتون د دوام پریکړه وکړي نو دا به د دغه هیواد د صلحې د بهیر د ختمیدو په معنا وي.
ټیګونه