افغان ولس امريکه په افغانستتان کښې د جنګ اصلي عامله وبلله
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i87178-افغان_ولس_امريکه_په_افغانستتان_کښې_د_جنګ_اصلي_عامله_وبلله
د افغانستان د هرات ولايت خلقو امريکه په افغانستان کښې د جنګ اصلي عامله وبلله او په دغه هېواد د حملو د ختمولو غوښتنه يې وکړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 10, 2020 10:44 Asia/Kabul
  • افغان ولس امريکه په افغانستتان کښې د جنګ اصلي عامله وبلله

د افغانستان د هرات ولايت خلقو امريکه په افغانستان کښې د جنګ اصلي عامله وبلله او په دغه هېواد د حملو د ختمولو غوښتنه يې وکړه.

د افغانستان د خبرپو خبري آژانس د رپوټ له مخې پرون د هرات په شينډډ ولسوالۍ د امريکې له ډرون حملې وروسته د دغه ولايت خلقو امريکه په افغانستان کښې د جنګ اصلي عامله وبلله او د دغو حملو د ختمولو غوښتنه يې وکړه.

د دغه خبري آژانس د رپوټ له مخې پرون د هرات په شينډډ ولسوالۍ د امريکې په ډورن حمله کښې چې د طالب ډلې د يو لوړرتبه قوماندان ملا ننګيالي د اډې د نښه کولو لپاره اوشوه پکښې ډېرو عامه خلقو او وسله والو ته سرتاوانونه اورسېدل.

د هرات يو اوسيدونکي صالح محمد د فارس خبري آژانس له خبريال سره په مرکه کښې وويل، پرون د شينډډ ولسوالۍ په پايکشک کلي باندې د امريکائي  ځواکونو په ډرون حملې سره دغه کلې پوره له خاورو سره خاورې شو او عامه خلقو ته پکښې د سر زيات تاوانونه اورسېدل چې د ماشومانو، ښځو، سړيواو ضعيفو کسانو په شمول پکښې له پنځوس زياتو کسانو مړۀ او ژوبل شول. د افغانستان په ولسي جرګه کښې د هرات د خلقو استازې مېرمن مسعوده کرخي د هرات ولايت په مختلفو سيمو کښې د امريکائي ځواکونو د شپې د عملياتو په اړه د اندېښنې په څرګندولو او د هغو په غندلو سره وويل، د ټول کال په دوران کښې په افغانستان او په تېره بيا په هرات کښې د امريکائي ځواکونو د خپل سرو عملياتو کتونکي يوو چې افغان امنيتي ځواکونو ته له اطلاع ورکولو نه بغېر ترسره کيږي او په افغانستان کښې په دښمنانو باندې د حملو په ځاے د دغه هېواد عامه وګړي قتل عام کوي.

د ۲۰۰۱ کال راهسې له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په بهانه د بهرنيو ځواکونو په لاسود افغانستان د قبضه کولو له وخت نه تر اوسه د امريکې په مشرۍ د بهرنيو ځواکونو په حملو او ترهه ګريزو اقداماتو له کبله په زرګونو افغانان مړۀ او ژوبل شوي دي.