زورواکي په افغانستان کښې خلک وهي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i87198-زورواکي_په_افغانستان_کښې_خلک_وهي
په افغانستان کې د زور واکو له خوا په مختلفو علتونو خلک وهل کیږي، د غزنی په ګیلان ولسوالۍ کې یو تن په دې تورن شوی چې ګني ده امنیتي ځواکونو ته ښکنځلې کړي خو د ده لخوا بیا د بې ګناهۍ خبره اوریدل کیږي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 11, 2020 11:26 Asia/Kabul
  • زورواکي په افغانستان کښې خلک وهي

په افغانستان کې د زور واکو له خوا په مختلفو علتونو خلک وهل کیږي، د غزنی په ګیلان ولسوالۍ کې یو تن په دې تورن شوی چې ګني ده امنیتي ځواکونو ته ښکنځلې کړي خو د ده لخوا بیا د بې ګناهۍ خبره اوریدل کیږي

محمد صابر دغزني ولایت دګیلان ولسوالۍ اوسیدونکی دی.  نوموړی دګیلان په جنډې بازار کې هټۍ لري، د ده په خبره تیره ورځ یې دکابل قندهار د لارې خلاصیدا په اړه په ټولنیزو شبکو کې د دې لویي لارې د قراردي کس په اړه دلارې دخلاصیدا غوښتنه کړې وه چې دپاڅون کوونکو له خوا وهل شوی خو، دغزنی سیمه ایز چاروکي دده خبره ردوي .

هغه وایي دا کسان د دولت او ولس تر منځ واټن زیاتوي ما تل هڅه کړې تر څو د دولت او ولس تر منځ واټن له منځه یوسم او دمظلوم غږ تر چارواکو ورسوم.  نوموړی له دولت نه غواړي تر څو د داسي کړنو مخه ونیسي چې د ولس او دولت واټن له منځه ولاړ شي.

خو د غزنی د والي ویاند محمد عارف نوری بیا تهران راډیو ته وویل چې محمد صابر څو ورځې وړاندې امنیتی ځواکونو ته ښکنځلې کړې وې .

باید وویل شي چې دزابل په شاجوی ولسوالۍ کې د څلرویشت (۲۴) ساعتونو لپاره دکابل قندهار لویه لاره بنده وه چې تیره ورځ مازیګر مهال د پولیسو او نورو اړوندو مرستندویو ارګانونو له خوا پرانیستل شوه.