افغانستان کښې د بهرنیو پوځیانو په لاره کښې چاودنه وشوه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i87203-افغانستان_کښې_د_بهرنیو_پوځیانو_په_لاره_کښې_چاودنه_وشوه
د افغانستان امنیتي سرچینو په دغه هیواد کښې د بهرنیو پوځیانو د یو ګاډي د ویجاړیدو خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 11, 2020 12:57 Asia/Kabul
  • فایل فوټو
    فایل فوټو

د افغانستان امنیتي سرچینو په دغه هیواد کښې د بهرنیو پوځیانو د یو ګاډي د ویجاړیدو خبر ورکړ.

د افغانستان په قندهار ولایت کښې امنیتي سرچینو وویل چې د بهرنیو پوځیانو یو ګاډی د سړک د غاړې له ماین سره د ټکریدو له امله وچاودید.

د دغې امنیتي سرچینې په وینا، دغه چاودنه د قندهار ولایت په ډنډ ولسوالۍ کښې شوې ده.

د یادو سرچینو په وینا د بهرنیو پوځیانو د هویت او احتمالي تلفاتو په هکله تراوسه کوم رپورټ نه دی ترلاسه شوی خو په قندهار کښې دیره زیاتره بهرني پوځیان امریکايي او رومانیايي دي.

د دې چاودنې پړه طالب ډلې منلې ده.