په هرات کې دامریکائی ترهه ګرپوځ حمله جنګی جنایت دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i87216-په_هرات_کې_دامریکائی_ترهه_ګرپوځ_حمله_جنګی_جنایت_دی
له ترهه ګرۍ سره دمبارزې او دامنیت د تامینولو په پلمه په تیرو نولسو کلونو کې په افغانستان کې د امریکائی ترهه ګرو پوځیانو له شتون راهسې تردې دمه دافغانستان د ولس لپاره نه یوازې کومه کومه ګټه نه ده درلودلې بلکې په دغه هیواد کې دغه ښکارندې لاپسې زیاتې شوی هم دی او ددغه هیواد څه دپاسه اته څلویښت عام خلک هم قربانی شوی دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jan 12, 2020 08:40 Asia/Kabul
  • په هرات کې دامریکائی ترهه ګرپوځ حمله جنګی جنایت دی

له ترهه ګرۍ سره دمبارزې او دامنیت د تامینولو په پلمه په تیرو نولسو کلونو کې په افغانستان کې د امریکائی ترهه ګرو پوځیانو له شتون راهسې تردې دمه دافغانستان د ولس لپاره نه یوازې کومه کومه ګټه نه ده درلودلې بلکې په دغه هیواد کې دغه ښکارندې لاپسې زیاتې شوی هم دی او ددغه هیواد څه دپاسه اته څلویښت عام خلک هم قربانی شوی دی .

زمونږخبریال دصدای افغان خبری آژانس له قوله راپورراکړ  د افغانستان د ولسی جرګې استازو پرون دهرات ولایت په شینډنډ ولسوالۍ کې د امریکائی ترهه ګرو پوځیانو د وروستیو هوائی حملو په محکوم کولو سره  چې   د څه دپاسه  شپیتو عامو خلکو وینه ئې توی کړې ده ، له خپل هیواده ئې د بهرنیو عسکرو د وتلو غوښتنه کړې ده .

 دوی دغه راز وئیلی دی ،د ولسی جرګې له خوا  دې یو ځانګړی پلاوی د امریکایانو ددغه جنایت د ارزونې په خاطر  هرات ولایت ته سفر وکړی .

 د افغانستان په ولسی جرګې کې د هرات د خلکو استازی  محمد صادق قادری  هم په دې باب د  افغانستان او امریکائی حکومتونو  په چپتیا او بې پروائۍ باندې نیوکې کړی او وئیلی دی،  دغې موضوع د افغان ولس سخته غوسه او کرکه راپارولې ده .

 هغه وئیلی که ددغه شان جنایت عاملان له دې مخکې سزا شوی وائ ،نو  نن به ددغه شان غمیزې کتونکی نه وو .

 همداراز د کابل د  خلکو  استازی  محمد نعیم وردک هم  د امریکا دترهه ګرو پوځیانو  د تیریو په وړاندې دا فغان حکومت په چپتیا په سختو نیوکو سره ددغې موضوع د تعقیبونې غوښتنه کړې څ و  د خلکو غوسه او کرکه کمه شی. د امریکاترهه ګرو پوځیانو په دغه جنایت د افغانستان د ولسی جرګې  داستازو  غبرګون په داسې حال کې دی چې تردې دمه د افغانستان ولسمشر اشرف غنی او داجرائی شورامشر عبدا..عبدا....  د امریکائی ترهه ګرو پوځیانو  په  دغه جنایت هیڅ غبرګون نه دی ښودلی. ډیری شناندی وائی له ترهه ګرۍ سره دمبارزې او دامنیت د تامینولو په پلمه  په تیرو نولسو کلونو  کې په افغانستان کې  د امریکائی ترهه ګرو پوځیانو له شتون راهسې تر دې دمه دافغانستان د ولس لپاره  نه یوازې کومه کومه ګټه نه ده درلودلې بلکې په دغه هیواد کې دغه ښکارندې لاپسې زیاتې شوی هم دی  او ددغه هیواد څه دپاسه  اته څلویښت عام  خلک  هم قربانی شوی دی .