په افغانستان کښې له سختو بارانونو او سیلاب وروسته
طالبان: د مرستندویه موسسو او خیریه ارګانونو امنیت تامینولو ته تیار یو
Jan 14, 2020 02:16 Asia/Kabul
-
فایل فوټو
طالب ډلې په افغانستان کښې د مرستندویه موسسو او خیریه ارګانونو د امنیت تامینولو ته د خپل چمتووالي خبر ورکړ.
د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې طالب ډلې پرون په یوه خبرپاڼه کښې وویل چې امدادي موسسې او د خیرښیګړې ارګانونه په وروستیو بارانونو کښې زیان لیدلو او اړمنو خلکو ته په بشپړ امنیت سره مرسته رسولی شي.
طالبانو په خپله بیانیه کښې د افغانستان په څو ولایتونو کښې سختو ورښتونو ته په اشارې سره چې د سر او مال ډیر تاوان یې رسولی او مواصلاتي لارې یې هم بندې کړې دي، زیانمن شویو خلکو ته د مرسته رسونې د بهیر د امنیت لپاره د دغې ډلې چمتووالی اعلان کړ.
د ویلو ده چې د افغانستا په هرات، قندهار او هلمند ولایتونو کښې د سختو بارانونو او سیلاب راتلو په وجه لږترلږه ۱۹ کسان مړه شوې دي.
ټیګونه