د افغانستان مشرانو جرګه وايي
امریکا د صلحې په تکل کښې نه ده
د افغانستان سنا جرګې ټیګار وکړ: امریکا په افغانستان کښې د صلحې په ټینګښت پسې نه ده او د ولسمشرۍ انتخابات یې هم د خپلو غلطو سیاستونو قرباني کړې دي.
د تسنیم خبري آژانس د رپورټ له مخې د افغانستان د مشرانو جرګې دویم مرستیال نن د دغه ارګان په عمومي غونډه کښې د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو د اعلان د ځنډیدو وجه د امریکې مخالفتونه وبلل.
هغه زیاته کړه: د انتخاباتو د پایلو اعلان په قطر کښې د امریکې او طالبانو ترمینځ تش د نامې صلحې د مذاکراتو د دوام په وجه ځنډیدلی دی او پکار دي چې د انتخاباتو نتایج زرترزره اعلان شي.
د افغانستان د مشرانو جرګې یو بل غړي ګل احمد اعظمي هم وویل چې د ولسمشریزو انتخاباتو نتایج باید زرترزره اعلان شي چې د صلحې د بهیر د پرمخ بیولو لپاره یو مقتدر حکومت جوړ شي.
د ویلو ده چې د افغانستان د ولسمشرۍ انتخابات د تیر کال د ستمبر په اتویشتمه نیټه ترسره شول خو فاینل نتایج یې لا نه دي اعلان شوې.